The news is by your side.

د سچن د کرکټ جالبه تاريخچه!

خبريال وېب پاڼه: سچين ټنډولکر د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د کرکټ د نړۍ يو تاند، تکړه، او پياوړی لوبغاړی او توپ وهوونکی پاتې شوی دی سچن ټنډولکر د کرکټ نړۍ کې ډير ريکارډونه په خپل نوم کړي دي چې تراوسه يې هم ډير ريکارډونه په نوم پاتې شوي دي او د کرکټ نورو لوبغاړو د سچن ټنډولکر هغه ريکارډونه تراوسه ند دې مات کړي.

سچن ټنډولکر د خپل وخت هغه لوبغاړی او توپ وهوونکی وه چې هر توپ اچوونکی به ترې په ويره کې وه کله هم چې سچن به لوبغالي ته ښکته کيدو نو توپ اچوونکو به هغه لپاره پلانونه نيول ترڅو څنګه د سچن له شپږيزو او څلوريزو ځان وساتي او هغه ژر وسوځوي.

په دې ليکنه کې به د سچن د ژوند، کرکټ، د کرکټ تجربو او نورو هغه مسايلو وپوهيږئ چې شايد تاسو يې په اړه نه پوهيدئ.

د سچن اصلي او بشپړ نوم سچن راميش ټنډولکر دی، سچن د هندستان اوسېدونکی او د هند کرکټ ملي لوبډلی يو پياوړی او باتجربه کاره لوبغاړی پاتې شوی دی سچن د ۱۹۷۳ز کال د اپريل په ۲۴ نيټه د هندوستان په ممبیې ښار کې زيږیدلی دی اوس مهال يې عمر ۴۸ دی سچن د توپ وهنې ترڅنګ په ښۍ لاس توپ اچونه هم کولی شوه د هندوستان خلک ورته د ډيري ميني وړوکی ماسټر، تيز ماسټر وايې د سچن ټنډولکر يو ځوي لري چې ارجون ټنډولکر نوميږي سچن ټنډولکر د ۱۹۸۹ز څخه تر ۲۰۱۳ز پوري د هند ملي لوبډله کې پاتې شوی دی.

سچن ټنډولکر ۲۰۰ نړيوالي ټيسټ​، ۴۶۳ يو ورځينۍ لوبي لوبولي دي.

خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه يې د پاکستان د ۱۹۸۹ز کال د نومبر په ۱۵ نيټه چې هغه مهال ۱۶ کلن وه د پاکستان په خلاف ترسره کړه او خپله وروستۍ ټيسټ لوبه يې په د ۲۰۱۳ز کال د نومبر په ۱۴ نيټه د ويسټ انيډيز په خلاف ترسره کړه او له هغه وروسته يې د نړيوالو ټيسټ لوبو استعفا ورکړه

د سچن د نړيوالو ټيسټ لوبو تاريخچه!

سچن ټولټال ۲۰۰ نړيوالي لوبي لوبولي دي چې ۱۵۹۲۱ يې ترسره کړي دي او ۵۱ سليزي او ۶۸ نيمه سليزي لري د ټيسټ لوبو ترټولو ډيري منډي ۲۴۸ ناسوځيدلي منډي دي همداراز ۴۶ ويکټي هم په ټيسټ لوبو کې لري.

د سچن د يو ورځينۍ لوبو تاريخچه!

سچن ټولټال ۴۶۳ نړيوالي يو ورځينۍ لوبي لوبولي دي ۱۸۴۲۶ منډي يې ترسره کړي دي او ۴۹ سليزي او ۹۶ نيمه سليزي لري د يو ورځينۍ لوبو غوره منډي يې ۲۰۰ ناسوځيدلي منډي دي او همداراز په يو ورځينۍ لوبو کې يې ۱۵۴ ويکټي هم اخيستي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.