The news is by your side.

د افغانۍ میندو ترمنځ دودیز کار او ګټې یې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانانو ترمنځ داسې ډېر دوديز کارونه دي، چې اوسني طب په بېلابېلو برخو کې د انسانانو لپاره غوره ثابت کړي. او يو له هغو نه يې په ټوکر او سوزني د ماشوم تړل دي. چې زمونږ په هر کور کې د ماشوم تړلو کار یو عام څيز ده. او د کور واړه او زاړه مو ورسره بلد دي.

افغانۍ ميندې له پخوا د ماشوم تړل په ټوکر او سوزني له ګټو خبرې وې.او کله به چې ماشوم وزېږېد تر دوه کلنۍ يې مخکې له خوبه تړي. اوسني طب د ماشوم تړل د هغه په ښې ودې او ارامه ويده کېدو کې ډېر اړين څيز ګڼي.
د ماشوم تړلو زیانونه:
په ټوکرونو کې د ماشوم تړل ځينې زیانونه لري، چې دلته یې تاسو سره شریکوو:

۱ـ دا مه هېروئ، چې په ټوکرونو کې د ماشوم تړل، بايد کلک نه وي، ځکه دا کار د ګټې پر ځای د ماشوم روغتیا او سمې ودې زیان رسوي.
۲ـ د ماشوم تړل باید پر دې مانا نه وي، چې ماشوم دې هېڅ د ده توان ونه لري، چې وخوځېږي.نو ډې موضوع ته باید ډېر پام وشي، چې په ټوکرونو د ماشوم تړل باید د ماشوم خوځېدو او فزيکي فعاليت لپاره ستونزه جوړه نه کړي.

د خلکو د باورونو په وينا، کوم ماشوم چې په سوزني وتړل شي،له وجوده غښتلى راځي، او که ماشوم ونه تړل شي، نو په خوب کې به نارامه وي. دوى وايي د ماشوم نه ټړل د دې لامل هم کېداى شي، چې د ماشوم لاسونه او پښې کاږه راشي. او دا بارونه له پخوا څخه زمونږ د خلکو ترمنځ شتون لري.
دا چې د ماشوم تړل نورې کومې ګټې لري، په دې لیکنه به تاسې ته په ګوته شي:

۱ـ له ماشومه مو ساتنه کوي.
۲ـ د چاپيريال له سړو او ګرمې هوا څخه يې د بدن حرارت برابر ساتلو کې مرسته کوي. نو چې مو د کور څخه د وتلو هوډ درلوده هرومرو خپل ماشوم په ټوکرونو کې وتړئ.
۳ـ د ماشوم د بدن د اندامونو جوړښت کې مرسته کوي. او دا په هغه وخت کې شونې ده، چې ماشوم ډېر کلک ونه تړل شي، ځکه بیا ګټه یې برعکس هم کېدای شي، او ماشوم له ودې څخه پاتې کېږي.
۴ـ تر 3-4مياشتو پورې د ماشوم تړل د ماشوم ودې کې ډېره مثبته اغېزه درلودلى شي.

۵ـ کوښښ وکړئ، هره ورځ د ماشوم تړلو څخه دمخه د ماشوم لاسونه اوپښې ښه ماساژ کړئ، او وروسته يې په ټوکرونو وتړئ.
۶ـ د ماشوم تړل د ماشوم د ارامۍ احساس لپاره ښه وي. په ځانګړې توګه د خوب او ناروغۍ پر مهال چې د ماشوم ځان درد کوي، نو د ارامښت احساس وربښي.
۷ـ د ماشوم په اسانه ويدو کېدو کې مرسته کوي. چې میندو سره ډېره مر سته کوي.

۸ـ په خوب کې د ماشوم د ډارېدو له امله لوېدو مخه نيسي.
د ماشوم تړل د ډاکټرانو له نظره:
ځینې ډاکټران وايي، د ماشوم تړل د ماشوم لپاره ګټور دي، خو کوم طبي ارزښت نه لري، خو ډېر کلک تړل، ماشوم ته صحي ستونزې رامنځه کوي. چې باید په دې برخه کې احتیاط وشي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.