The news is by your side.

د اپټا تړون کې د پاکستان دوه مخې توب

خبریال ویبپاڼه/ افغانستان د دې تړون په هکله پر پاکستان شک هم لري چې له دې تړونه یوازي یو طرفه د ځان په ګټه کار اخلي او د افغانستان ګټې پکښي خوندي نه دي  ځکه نو دا تړون د کتنې وړ دی

که څه هم افغانستان اوس هغه هېواد نه دی پاتی سوی چې خپل ټولې اړتیا وي له پاکستانه او پاکستان ورته پوره کړي دا هېواد اوس د سیمې له ډیری شمېر هېوادونو سره ښې ټرانزییټي او سوداګریزي اړیکي لري.

اوس تازه د افغانستان د سوداګري وزارت ویلي چې پاکستان ورسره یو سوداګریز تړون چې د ټولو نړیوالو په پام کې نیولو سره ورسره لاسلیکوي.

د دې تړون په هکله افغان لوري له تیرو ۴ کلونو ټينګار کاوه، خو پاکستان اوس دې ته حاضر سوی چې دا تړون ترسره کړي چې له مخې به يې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګۍ پراخې سي.

د اپټا تړون به په راتلوونکو دریو میاشتو کې لاسلیک سي د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دې تړون له مخې به موږ او پاکستان د نړیوالو مقرراتو په نظر کې نیولو سره مخ ته ځي.

د اپټا تړون له مخې افغانستان له هند او پاکستان له منځنۍ اسیا سره کولای سي سوداګري  وکړي د دې لوی د کتنې او اصلاح لپاره په تیرو لسو کلونو کې اته لويي غونډې جوړې سوې خو افغان دولت وايي چې پاکستان له دې تړونه یو صرفه ګټه اخلي او د افغانستان ګټې پکښي خوندي نه دي.

کله چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د wto یا سوداګرۍ نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړنو له هغه را وروسته په دې لټه کې دی چې د اپټا تړون د ټولو نړیوالو مقرراتو په نظر کې نیولو سره لاسلیک کړي.

پاکستان به څومره رښتینی پاتي  سي؟

پاکستان د کلونو په اوږدو له افغانستان سره په هیڅ یوې برخه کې رښتیني نه دی پاتي سوی ځکه نو پرې شکونه موجود دي چې په سوداګریزه برخه کې يې هم تر اوسه ناغیړي کوله خو اوس داسې لاره ورته سنجول سوې چې باید د نړیوالو مقرراتو په رڼا کې په درست ډول سره افغانستان ورسره مخ ته ولاړ سي ترڅو نورو خپل دوه مخې توب او ناغیړیو ته د پای ټکی کښېږدي.

د اپټا تړون ګټه چاته رسیږي؟

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي تر دې وړاندې د دې تړون ډیره ګټه پاکستان خوړله خو کچیري د افغانستان د غوښتنو په پام کې نیولو سره لاسلیک سي نو بیا دواړه لورو ته برابره ګټه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.