The news is by your side.

طالب کونډو شویو پېغلو ته څه ځواب لري؟

خبریال وېب پاڼه/ طالب سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکی عکسر یوازې د خپلې خاورې او نظام لپاره نه جنګیږي. په ځانګړې توګه هغه د خپلې کورنۍ او د پلار په کور کې یې د کوژدن شوې پېغلې لپاره جنګیږي چې کلونه کلونه یې کوژدنه په تمه وي چې له جګړې را ګرځېدونکی سرتېری لالی به یې ودوي.

خو طالب دا احساس هم نه لري. د یو سرتیري معصومې کوژدنې سترګو ته هم نه ویني او بې درېغه یې د لالي له سینې مرمۍ باسي.

هېڅ داسې شهید عسکر به نه وي چې د هغې تر شا یوه کورنۍ، مېرمن یا کوژدن نه وي پاتې شوې.

طالبه! ته د پلار په کور د شهید سرتېري کوژدن شوې پېغلې ته څه ځواب لرې؟

تا خو د زرګونو کوژدن شویو پېغلو بختونه د پلار په کور ور تور کړل!
که ته وایې زه هم مرم، له ما هم مېرمنې او کوژدنې پاتې کیږي!
نو ودې مرې کنه!
ستا جګړه نا حقه ده، د پردیو لپاره جنګیږي، خو سرتېری د نظام، خاورې، دین او ناموس لپاره جنګیږي.

ته څه پوهېږې؟ څه یې احساسولی شې؟ چې ستا له ټوپکه د سرتیري په ټټر وتلې مرمۍ او د هغه په شهادت او ویر د هغې ناوې یا کوژدن لکه په بټ نینې ټسیږي.

طالبه! د زرګونو تور سرو او پېغلو باورونه دې یې له خپل قسمت مات کړل. هغوی دې په خپلو وحشي نوکانو کې غوټۍ ورژولې. ته لا هم د دوی له سویو ښېرو وېره نه لرې؟ ته به د اخرت په ورځ دوی او خدای ته څه مخ ولرې؟

یو سرتېری کلوووونه کلووونه د طالب د وحشي جګړې په مقابل کې په دې هیله جنګیږي. چې یو ورځ طالب ستړی او له جګړې کیني او دا د پلار په کور کوژدنه یې را واده کړي.
خو طالب له وحشي جګړې کله مړیږي؟ د طالب خوراک جګړه ده، څښاک یې جګړه ده، پوښاک یې جګړه ده او اکسیجن یې جګړه ده!

طالبه! د زرګونو کونډو شویو ناویو او کونډو شویو کوژدنو پېغلو ازار درپسې شه!

طالبه! دومره ومرې، دومره ومرې چې ځمکه دې د ککریو په خاورې کولو ستړې شه!

آ- عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance