The news is by your side.

که دا نښي ولرئ نو روانې ناروغې لرئ!

خبريال وېبپاڼه: روانې ناروغې چې د ډيرو خطرناکو ناروغيو له جملې شميرل په ځينو خکلو کې په ښکاره ډول ليدل کې خو ځيني خلک که په روانې ناروغۍ اخته نه وي خو ځيني نښي نښاني لري چې شايد نوموړی کس به په روانې ناروغۍ اخته.

روغتياپالان هم د روانې ناروغ په داسي پټو نښو زياتره وخت نه پوهيږي زياتره داسي ناروغان د روانې ناروغۍ له پټ درد څخه درديريږي.

روانې ناروغۍ يوازې دا نه ده چې انسان دې عصبې تکليف ولري بلکې ځيني داسي نورې نښي هم شته چې روانې ناروغۍ ته ورته​والی ولري چې دا نښي اکثره وخت پټي وي.

په دې ليکنه کې به د روانې ناروغ او روانې ناروغۍ په هغه نښو وپوهيږئ چې روانې پټي نښي دي.

* د زړه تنګون، يعني هر وخت مو زړه ډير خفه او د ناراحتۍ احساس کوئ داسي فکر کوئ چې زړه مو غواړي چې د سيني له پنجرې بيرون راووځي زړه مو ژر ورخطا کيږي او هر وخت د ويري احساس کوئ زړه مو هيڅ ارام نه وي او هر وخت د يوې پيښي نه د يوې پيښي د پيښيدو په ويره کې وي او ورخطا وي.

* د لاسونو ورغوي مو تل درد او خارښت کوي، د لاسونو ورغيو چې د رګونو په واسطه د عصبي رشتو سره تړلي دي که درد يا خارښت يې لرلو نو په دې وپوهيږئ چې په روانې ناروغۍ اخته ياست او د عصبي روغتياپال ته مراجعه وکړئ.

* د معدې سوخت او درد، د معدې درد او سوخت هم زياتره وخت روانې ناروغۍ سره تړلي وي چې داسي ناروغان فکر کوي کنې يوازې د معدې په رنځ اخته دی خو که د معدې درد او سوخت مو زيات او تل وي عصبي روغتياپال ته مرجعه وکړئ او په خپل سره د درملو له خوړلو ډډه وکړئ.

* تل سردرد لرئ، سردرد چې يوه عامه ناروغې ده زياتره سردردونه د ناراحتۍ او خفګان له کبله وي خو که د سردرد مو زيات او تل وي پوه شئ چې په روانې ناروغۍ اخته ياست.

* تل ستړې ياست، ځيني کسان په هر ځای کې د ستړيا احساس کوي حې ارامتيا نه مومي لامل يې روانې ناروغې ده چې هغوي يې نه شي احساسولی.

* ټوله شپه وېښ ياست او کم خوبې لرئ، هغه خلک چې ټوله شپه خوب نه کوي او کم خوبي لري د شپي ډول ډول فکرونه او سوچونه کوي نو دا خلک يو ډول روانې ناروغې لري چې دوې ورسره ناراحته وي او همدا لامل دی چې ټوله شپه وېښ وي او کم خوبي لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.