The news is by your side.

ایران په پټه فلزي یورانیم غني کوي

خبریال ویپاڼه/ د اټومي انرژۍ  په خپل محرمانه راپور کې ویلي چې ایران د ټولو هوکړو خلاف فلزي یورانیم غني کوي او خپل دې کار ته يې ادامه ورکړې

ا ټومي انرژۍ نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي چې ایران د هوکړې خلاف د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکوي دې سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې هکله دي خپله پریکړه وکړي، ځکه چې دا یو خطرناک اقدام او له هوکړو ښکاره سرغړونه ده.

د دې  سازمان د راپور له مخې ایران دا چارې د اصفهان چاڼځی کې دغه یواراینم غني کړي او د هوکړي ماتولو ته يې ادامه ورکړې

په ورته وخت کې بیا ایران په دې اړه ویلي چې د یورانیمو د غني کولو حق لري او له هیڅ یوې هوکړي وتلي نه دي او خپلو دې فعالیتونو ته به ادامه ورکړي.

د اټومي  انرژي سازمان په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې دوه ورځې وړاندې  د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو له ایرانه اقتصادي بندیزونه نه لیري کوي

جو بایډن له ایرانه بندیزونه نه لیري کوو

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي وسلو او یو شمېر نورو ستونزو له کبله اړیکې خرابې او امریکا پر ایران زیات شمېر بندیزونه لګولي چې له امله يې د ایران د اټومي معضلې قضیه نوره هم ستونزمنه سوې.

اوس تازه بایډن ویلي که ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر سویو هوکړو و نه دریږي نو دوی به ورڅخه اقتصادي بندیزونه لیري  نکړي او لا به هم خپل دې  رول ته دوام ورکړي، بایډن چې په تازه مرکه کې يې دا څرګندونې کړې ویلي چې ایران باید د شپږو قدرتونو د اټومي هوکړې پر ژمنتیا و دریږي.

د ایران  او شپږو قدرتونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې داسې یوه تړون ترسره سو، چې له ایرانه به اقتصادي بندیزونه لیري کیږي او په بدل کې به یې ایران خپل اټومي بهیر محدوده وي خو ایران اوس له دې هوکړې سرغړونه کړې ځکه نو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ سوی.

په ورته وخت کې د ایران مذهبي مشر ایات الله خامنه يي وویل هغه وخت خپل اټومي بهیر دروي چې کله پر ایران اقتصادي بندیزونه لیري سي

مخکې تر دې چې بایډن واک ته ورسیږي د ټرمپ په واکمنۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر ټولو خراب حالت ته ولاړې چې دا د دې هېوادونو ترمنځ د اړیکو خراب فصل وو، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ دا امکاهم وو، چې یو له بل سره مخامخ جګړه پیل کړي له هغه وروسته څو ځله د ایران د تیلو وړلو بیړۍ و درول سوې او و نیول سوې همداشان د امریکا له لوري په منځني ختیځ کې دوه بیړۍ د دې لپاره چې ایران و څارې ځا پرځای سوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.