بایډن: سرتیري نه باسو

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه د افغانستان په هکله څرګندونې کړې او ویلي يې دي تمرکز يې پر دې دی چې د افغانستان په هکله له سیاسي جوجاړي له لارې د موضوع حل وکړي.

جو بایډن په خپلو لومړیو څرګندونو کې چې د دفاع وزارت کې يې کړې ویلي د مي په میاشت کې له افغانستانه سرتیري نه باسي خو د افغانستان د جګړې حل لپاره به د ډیپلماسۍ او سیاسي لارو کار واخستل سي ترڅو جګړه پای ته ورسیږي هغه ویلي د مي په میاشت کې سرتیري له افغانستانه نه باسي خو سیاسي لاره يې لومړیتوب دی.

د امریکا ولسمشر ویلي چې هرځای د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي او نظامي لاره به يې په هرځای کې وروستی وړاندیز وي

بایډن دغه راز ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ختموي او امریکايي پوځ به یوازې د امریکا د امنیت د تامین او امريکايي ګټو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي.

بایډن په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به ختموي او نور به امریکا يي سرتیري خپله د امریکا امنیت ساتي.

د افغان سولې حالت

امریکا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده غځولې او ورته يې دنده سپارلې ترڅو د سولې پروسه بریالۍ کړي، په قطر کې د افغان سولې پيل وسو خو د څو میاشتو په تیریدلو سره د بین لافغاني مذاکراتو غونډې نه دي سوې او دا خبرې دریدلې دي، طالبان په سیمه ییزو سفرونو بوخت او افغان پلاوی د دې انتظار کوي چې څه وخت به خبرې پیل سي.

روانه جګړه او اندېښنې؟

په یو شمېر ولایتونو کې بمي چاودنې هدفي وژنې او جګړې حد ته رسیدلې او خلک خورا اندېښمن دي او لاهم وايي کچیري د سولې خبرې نیتجه ورنکړي نو ښايي چې جګړې نورې هم شدت پيدا کړي.

نژدې هره ورځ په پلازمینه کابل کې د مقناطسي ماینونو چاودنې، او په یو شمېر ولایتونو کې  هدفي وژنې هغه څه دي چې په کور دننه او بهر يې اندېښنې را پآرولې اوس پوښتنه داده چې د بایډن د دې پریکړي په هکله چې په مي خپل سرتیري نه باسي  طالبان څه پریکړه کوي او کچیري د هوکړي سره سم امریکایان و نه وزي نو ښايي چې جګړه نوره هم زور واخلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More