د کولمو د پاکولو لپاره څو ساده لارې چارې

خبريال وېبپاڼه؛ په بدن کې د بدن دفاعي سيستم ترټولو زياتې حجرې موندل کېږي له همدې کبله کولمو ته د انسان د بدن دوهم مغز هم ويل کېږي، ددې لوی ارزښت د پوهېدو سره ذهن ته دا خبره راځي چې د کولمو د روغتیا لپاره باید ډېر زيات پام وشي.
يانې که مو کولمې روغې وي نو فکر وکړی د نور بدن روغتيا مو تر ډېره تضمين ده او که مو کولمې ناروغې وي نو پوه شئ چې نور بدن مو هم د ناروغۍ په درشل کې دی.
په دې وروستيو کې د کولمو په هکله زياتې څېړنې وشوې او ساینس پوهانو د کولمو په هکله ډېر څه نوي زده کړي او له همدې کبله يې د دوهم مغز نوم ورکړ، په کولمو کې د بدن ددفاعي سيستم د حجرو ۷۰ سلنه موندل کېژي، د خوښۍ هورمون يا سېراتونين چې د بدني او ذهني روغتيا ډېره زيات مهم دی ډېری برخه یې د کولمو څخه ترشح کېږي.
د کولمو د روغتیا لپاره ترټولو مضر شی سترېس او ورخطا کېدل دي که يو کس ډېر وخت ورخطا وي او زيات وخت په تشويشونو کې تېروي نو د کولمو روغتيا یې جدي زيان ويني.
ددې ترڅنګ خامې سبزۍ بايد په ډېره جدي او سم ډول ومينځل شي، چټلې سبزۍ خوړل د کولمو او معدې لپاره د زهرو غوندې ضرر لري.
په بدن کې د فايبرو کمېدل هم ددې سبب کېږي چې د کولمو روغتيا له زيان سره مخ شي، په کولمو کې د هضم شويو موادو پاتې شوني پاتې کېږي چې د کولمو د روغتیا لپاره ښه نه دي، فايبر بيا ددې پاتې شونيو د لرې کولو لپاره مرسته کوي، نخود، فاصليه، کېلې او مڼې په زياته اندازه فايبر لري چې خوړل يې د کولمو د روغتیا لپاره لوی ګواښ له منځه وړلای شي.
د کولمو د راحت کولو ښه کار کولو او روغتیا لپاره یو ترټولو غوره شي مستې دي، مستې داسې مواد لري چې د کولمو په غښتلي کولو په سم ډول کار کولو د مضرو بکترياوو څخه د خلاصولو لپاره فوق العاده ګټه لري، له همدې کبله په ورځ یوه کوچنۍ کاسه کورنۍ مستې خوړل د کولمو د روغتیا لپاره ډیر ګټور ثابتېږي.
شيدې هم د کولمو لپاره ډېری ګټورې دي خو بايد پام وشي چې شيدې لومړی تودې او یا هم واېشول شي او بيا نوش جان شي.