The news is by your side.

کابل کې د لویو شرکتونو څخه د طالبانو خطرناکه غوښتنه

خبريال وېبپاڼه؛ د طالبانو ډلې د يو‌ لړ اعلاميو په خپرولو سره په کابل کې د لويو شرکتونو څخه غوښتي دي چې که وسله وال ساتونکي لري نو له دوی سره یې باید راجسټر کړي.

طالبانو په دې اعلاميه کې د خپلې غوښتنې سبب هم بيان کړی دی او ويلي يې دي چې ددوی دا پرېکړه ددې لپاره ده چې په کابل کې د حکومت د امنیتي ځواکونو او شخصي کمپنيو او شرکتونو د ساتونکو ترمنځ توپير وشي او هسې نه ددوی د بريد کوونکو لخوا په غلطۍ سره د شخصي شرکتونو ساتونکي په نښه شي.

طالبانو پخپله اعلاميه کې په کابل کې د خپلو مسولینو د تلیفون شمېرې هم ليکلې دي او د شخصی شرکتونو د څښتنانو څخه یې غوښتي چې له دې شمېرو سره اړیکې ونيسي او خپل وسله وال ساتونکي له دوی سره ثبت کړي.

په دې وروستيو کې په کابل ولايت کې امنيتي پېښې او هدفي وژنې زياتې شوې دي، د لويو امنیتي پېښو مسولیت تر ډېره داعش په غاړه اخلي او د هدفي وژنو مسؤلیت بيا هېڅوک نه مني هم يې طالبان غندي او هم حکومت.

دا لومړی ځل دی طالبان په پلازمېنه کې د شرکتونو د وسله والو ساتونکو ددوی سره د ثبت کولو غوښتنه کوي، تر دې وړاندې دوی په ټوله کې د لويو شرکتونو د موټرو څخه يا ددوی له پروژو څخه د ځان لپاره برخه غوښته او په هره پروژه کې به يې فيصدي غوښته.

د ډېرو لویو شرکتونو کارکوونکي طالبانو په بېلابېلو وختونو کې وژلي دي، د سړک جوړولو يا نورو پروژو کار کوونکي ډېر وخت د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې وژل شوي دي.

خو هغه شرکتونه چې دوی ته د پروژې څخه يوه برخه ورکوي هغوی بيا ددوی کار ته اجازه ورکوي.

شننوکي وايي چې طالبان په افغانستان کې له پروژو څخه په داسې حال کې فيصدي غواړي چې د وطن د جوړلو لپاره دا پيسې هسې په خيرات راټولې شوې دي.

شننونکي د طالبانو دې پرېکړې ته د شک په سترګه ګوري او وايي طالبان که بريد کوي نو دومره پلان به هرو مرو لري چې د شخصي کمپنيو ساتونکي او د دولت وسله وال پوځ سره بېل کړي خو طالبان ددې ډول کړنو او غوښتنو تر شاه د خپل مشروعیت او واک ساحه پراخول غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.