The news is by your side.

ازبکستان د تېلو او انرژۍ برخه کې افغان ځوانان روزي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان شمال ته ګاونډ کې پروت هېواد ازبکستان غواړي چې د تېلو او انرژۍ برخه کې افغان ځوانانو ته روزنه ورکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایوف د یوې ټلفوني اړیکې له لارې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو په یوه څنډه کې یاده کړه چې هېواد یې د تېلو او انرژۍ په برخه کې د افغان ځوانانو د روزلو لپاره لېوالتیا لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا راز د ازبکستان ساینسپوهانو، لیکوالانو او هنرمندانو ته د امیر علي شېر نوایي سېمېنار ته چې په 1400 کال کې په هرات ولایت کې ترسره کیږي د ګډون بلنه ورکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې زیاته شوې چې په دې ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو همکاریو، د افغان سولې بهیر او سیمه ایزې نښلونې په اړه خبرې وکړې.

دواړه ګاونډي ولسمشران د کابل، مزار شریف او پېښور د اوسپنې پټلۍ د مطالعې د پیل په اړه هم وغږېدل او د سویلې اسیا د اتصال لپاره یې مهمه پروژه وبلله. او همدا رنګه یې د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال د نړیوال کنفرانس د چمتووالي په اړه چې ټاکل شوې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو په مشرۍ د روان زېږدیز کال د می په میاشت کې به د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې جوړ شي بحث وکړ.

ازبکستان د افغانستان شمال لور ته په ګاونډ کې هغه پروت هېواد دی چې د نورو سیمه ایزو هېوادونو په ګډون یې له د افغان حکومت او خلکو سره چال چلند او اړیکې ښې دي.

ازبکستان د افغانستان یو ښه سوداګریز ملګری هېواد دی چې د په بېلا بېلو اقتصادي تړونونو کې هم ورسره شریک دی.

 

د افغانستان زیات شمېر کرنیز تولیدات ازبکستان ته هم ځي او د ازبکستان زیات صنعتي توکي او د اړتیا وړ لومړني تولیدات افغانستان ته را واردیږي چې په دې توګه دواړه هېوادونه په راکړې ورکړې، صادراتو او وارداتو کې ښه ملګري پاتې شوي.

ګاونډی هېواد ازبکستان نه یوازې د افغانستان یو سوداګریز ملګری دی بلکې د دې په څنګ کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو لپاره هم وخت نا وخت فرصتونه برابروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.