The news is by your side.

پښتو متل (پيسې خبري کوي)! خو، څنګه؟

خبريال وېب پاڼه: (پيسي خبري کوي) د پښتو ژبې يو مشهور متل دی پښتانه د هر حالت او هر کار لپاره يو نه يو ډول متل لري چې هماغه کار او حالت ته په کتو سره يې بيانوي.

دا چې نړۍ دومره پرمختګ کړی چې هر څه د اخيستلو او ګټلو لپاره بايد پيسي ولري ځيني خلک حتا پيسو ته دومره اهميت ورکوي چې ځان خو لا پريږده نور هم د پيسو لپاره خرڅوي.

ځيني بيا وايې، که پيسي ولري مور او پلار هم ستا دي، خويندي او وروڼه او د کورنۍ نور غړي هم ستا دي، ملګري انډيوالان هم ستا دي، ښه موټر، ښه کور، ښه موبايل او ښه ژوند هم ستا دي، خپل خپلوان هم ستا دي، او حتا پردي خلک هم ستا دي او ستا قدر کوي.

خو ځيني نور بيا وايې، پيسي د لاس ښېری دی کله تاسره​، کله ما سره،او کله هم بل سره وي، په پيسو په انسان واخلي خو انسانيت پرې نه شي اخيستلی، په پيسو به کور واخلي خو کورنۍ پرې نه شي اخيستلی. په پيسو به پردې واخلي خو خپل پرې نه شي خپلولی.

اصل کې دا متل د هيواد او پښتنو حال ته په کتو سره ويل شوی، ځکه هيواد او په تيره بيا د پښتنو ټولنو کې فساد او د بډو اخيستل اوج ته رسيدلي دي چې هر ځای کې هر هغه څوک مخکې دی چې زياتې پيسې ولري په دولت دندې ترلاسه کولو لپاره هم پيسې او بډې اخيستل رواج شوي او د پيسو څخه پرته نه دنده په اسانۍ سره ترلاسه کولی شئ او نه هم څوک تاسو ته اهميت درکوي يعني خبره ټوله همدې ته راجع کيږي چې (پيسي خبري کوي).

يوازې دا نه چې پښتو ژبه کې متل ويل شوی بلکې د نړۍ نورې ژبې هم دا متل کاروي او په انګليسي کې ورته (money talk) وايې.

کيدی شي دا متل د انګليسی پشان د نورو نړيوالو ژبو کې هم ويل شوی وي ځکه دا متل د مطلب څخه ډک دی او يو ځانګړی مطلب لري.

دا متل بډو او رشوت اخستونکي او ورکونکي کس دواړو ته راجع کيږي او هم هغه خلکو ته چې ډيري پيسې ولري او هر کار يې په احتيار کې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.