The news is by your side.

طالبانو پر (۵) دیني عالمانو بندیزونه ولګول

خبریال وېبپاڼه – طالبانو پر پينځو دیني عالمانو بندیزونه لګولي‌ دي؛‌ د طالبانو د استخباراتو کمیسیون د یوه مکتوب په صادرولو سره پر مولوي فیض محمد ابوالفیض، ‌مولوي محمد عمر خطابي اومولوي‌ عبدالخالق اغا چې درې واړه د کندهار ولایت اوسېدونکي او اوس په پښین کې ژوند کوي، بندیزونه لګولي دي.

همداراز د کابل اوسېدونکی مولوي محمد یاسین فهیم او د فراه ولایت مولوي حبیب الله چې اوس په ګردي ځنګل سیمه کې اوسېږي د طالب استخباراتو په بندیزونو کې شامل دي.

په دې دیني‌ عالمانو باندې په جلسو،غونډو او هره هغه سیمه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده بندیز لګېدلی دی، دوی به اوس حق نه لري‌چې په پاکستان کې دننه هم د طالبانو په غونډو کې تقریرونه وکړي.

دا عالمان په دې تورن شوي‌ دي‌چې ددوی د ویناوو له کبله په طالبانو کې اختلافات پیدا شوي او دې علماوو د طالبانو ځینې کړنې تنقید کړې دي.

د کوټې شورا یوه غړي‌خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا هغه دیني‌ عالمان دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو پر جګړه نیوکې کوي‌ او په مذهبي توګه ځیني ‌طالب مشران هم تنقیدوي‌.‌

یاد پينځه واړه دیني عالمان په سیمه ایزه کچه پېژندل شوې څېرې دي او هره خبره د الله د کتاب قران کریم په رڼا کې کوي، خو طالب مشران وايي چې دی ددوی اختلافات را ځېږوي.

هغه مکتوب چې خبریال وېبپاڼې ته په لاس ورغلی ښيي چې په افغانستان کې دننه طالبانو ته هم هدایات پکې ورکړل شوي دي.

د طالب وسله والو په لیکو کې اوس تر بل هر وخت د ملا محمد عمر مجاهد فکر زیات غوړېدلی او د پاکستان سره اختلافات زیات شوي‌دي.

پاکستان او پآکستان پلوي ‌طالب مشران هڅه کوي چې هغه ټوله اشخاص، علما او طالب قوماندانان ډډې ته کړي‌ چې د پاکستاني‌استخباراتو خبره نه مني‌او تر ډېره بریده ملي‌ فکر کوي‌ او په افغانستان کې روانه افغان وژنه حرامه او ناروا بولي.‌

ډېری پاکستان ضد طالبان په دې باور دي‌ چې په جګړه کې دې کمبوت راشي‌او د سولې مذاکرات دې وغځول شي، همدا راز دوی دا هم وايي چې د پآکستان د ظالمو منګولو طالبان باید ځانونه وباسي‌او نور د پاکستان په خوښه پلونه، قدرونه، ودانۍ او افغانستان له منځه یو نسي‌ او یوه سالمه حل لاره ولټوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.