The news is by your side.

ولې ځيني خلک يوازيتوب خوښوي؟

خبريال وېبپاڼه: موږ ټول ډول ډول او مختلف خاصيتونه او عدتونه لرو او له ډول ډول کړنو او کارونو سره مخ کيږو ځيني وخت له نورو سره مرسته کوو او ځيني وخت بيا د نورو مرستو ته اړتيا لرو مطلب دا چې د ژوند په هر ډګر کې خلک زموږ او موږ د خلکو مرستو ته اړتيا لرو که چيري موږ يوازيتوب غوره کړو نو حتا د يو کوچنې کار ترسره کول به هم راته ستونزمن شي فکر کوئ چې ددې مسئلې دليل به څه وي؟ ځکه ځيني خلک په يوازيتوب کې دومره ډوب ورغلي وي چې خپل ځان يې هم په يوازيتوب کې له لاسه ورکړی وي.

تاسو فکر وکړئ او يا هم هغه کسان چې يوازيتوب خوښوي له ځان سره تجربه وکړئ د يو څه وخت لپاره يوازې داسي يو ځای کې ژوند وکړئ چې هلته نه درسره ښځه وي، نه اولادونه​، نه مور او پلار نه د کورنۍ نور غړي او نه هم ملګري او انډيوالان ايا سخته به نه وي؟ چې ټول کارونه په يوازې ځان ترسره کړئ! پخلی، د جامو مينځل، له بازار څخه د سودا راوستل، او يا هم که ناروغ شئ او بيا هم ډول کارونه مخي ته وړئ.

خو، بيا هم دې هر څه سره به په دې ليکنه کې په د هغه خلکو په خاصيتونو وپوهيږئ چې يوازيتوب د ګډ ژوند څخه غوره ګڼي.

* هغه وخت يوازيتوب ته اړتيا لرئ چې خلک ستاسو په قدر و نه پوهيږي ځکه که تاسو ډيري لاسته راوړني ولرئ او خلک ستاسو لاسته راوړنو ته په کمه سترګه وګوري نو تاسو بيا ناهيلي کيږئ کله چې ناهيلي شوئ نو تاسو همت او انرژې له لاسه ورکوئ کله چې مو همت او انرژي له لاسه ورکړه نو تاسو بيا له پرمختګ څخه وروسته پاتي کيږئ نو له دې امله تاسو ته غوره دا ده چې له داسي خلکو ليرې اوسئ او يوازيتوب غوره کړئ.

* ځيني کسان هغه وخت يوازيتوب غوره کوي چې ( هر څه زما دي او بايد زما شي) داسي يو فکر ولري چې داسي خلک هم په ژوند کې يوازي وي خو د داسي فکر لرونکي خلک د نړۍ ناکامترينه خلک دي.

* وړو خبرو له خلکو خفه کيدونکي کسان هم يوازي وي له داسي کسانو سره خلک نه اړيکه ساتي او نه هم ورسره خبري کوي.

* بد اخلاقه خلک هم تل يوازې وي خلک ترې سر ټکوي او ځان ترې ليرې ساتي کوښښ وکړئ چې ښايسته او ښه اخلاق ولرئ تر څو زړونه وګټئ.

* هغه خلک چې ټولنيز فکر نه لري هم يوازې وي او خلک ورسره اړيکې نه ساتي خلک ورسره هيڅ مينه نه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.