The news is by your side.

هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وېرونکي ارقام

خبريال وېبپاڼه؛ د افغانستان د روغتیا وزرات څخه معتبرو سرچينو خبريال وېبپاڼې ته په هېواد کې د ماشومانو د سوی تغذي کېدو په شمېر کې د زياتوالي خبر ورکړ.

د روغتیا د وزرات ددې معتبرې سرچینې په وینا چې همدا اوس په ټول هېواد کې نېږدې يو ميليون ماشومان په شديد ډول سوی تغذي دي، د سوی تغذي دا شديد حالت ماشومان په کامل ډول له ودې څخه شاته پاتې کوي، ذهني شاتګ پیل کېږي او د ماشوم ژوند او روغتیا په دايمي ډول د ستونزې سره مخ کوي.

د روغتیا وزرات دې سرچينې خبريال ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې په متوسط سوی تغذي ماشومانو شمېر بيا په ټول هېواد کې له دوه ميليونو څخه هم اوښتی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوا ځواکۍ سببونه موجود فقر دی، د فقر سبب بيا په هېواد کې جګړه او فساد دي، د نا امنۍ له وجې په هېواد کې اقتصادي وده ورو ده او د بلې خوا موجودې سرچېنې هم په هېواد کې د خلکو د خدمت او ددوی د پالنې لپاره نه کارول کېږي او دا سرچېنې هم د حکومتي فساد ښکار کېږي.

په ۲۰۰۴ م کال کې په افغانستان کې د ناوړه تغذيې کچه ترټولو په بد حال کې وه او تقريباً ۶۰ سلنه ماشومان ورسره مخ و، په ۲۰۱۴ م کال کې د روغتيا وزرات څېړنو وښوده چې حالت ښه شوی او اوس دغه کچه ۴۲ سلنه شوې ده خو د ۲۰۱۴ م کال وروسته اوس بيا د ماشومانو په خوارځواکۍ کې زیاتوالی راغلی دی، د خوار ځواکۍ په اوسط برخه کې تېر ځل ۲ ميليونه ماشومانو شتون درلود چې اوس دا شمېر تر ۲ ميلیونه او درۍ سوه زره زيات شوی دی.

د ماشومانو د ژوند لومړنۍ ورځې چې ډېرې مهمې دي په افغانستان کې ډېرې ناوړه تېرېږي، د نوي ماشومانو د ژوند لومړنۍ زر ورځې ډېرې زياتې مهمې دي، که په دې ورځو کې ماشوم په سم ډول تغذیه نشي نو تاثیرات یې د ټول عمر لپاره پاتې کېږي.

حکومت د ماشومانو د تغذيې په برخه کې يا لږ تر لږه د نويو پيدا شويو ماشومانو د تغذيې په لومړيو زرو ورځو کې د هېودوالو سره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د ماشومانو فعالين او په هېواد کې د روانو چارو شننونکي وايي چې حکومتي چارواکي بايد نور د خپل ځان د چاغولو څخه تېر شي او لږ ددې ملت دې ناوړه حالت ته پام وکړي، لږ تر لږه د هغه بې وزله کورنیو سره د ماشومانو د لومړيو دوو کلونو په اوږدو کې مستقيمې مرستې وکړي چې خپل ماشومان د خوارځواکۍ له دايمي تاثيراتو بچ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.