The news is by your side.

د هېوا تر ټولو لوی هوایي ډګر په لوګر کې جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ملکي هوایي چلند اداره وایي د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان تر ټولو لوی هوایي ډګر د جوړېدو لپاره د امکان سنجونې پړاونه بشپړ شوي.

د افغانستان ملکي هوایي چلندې ادارې مشر قاسم وفا زاده له بي بي سي فارسي سره په خبرو کې ویلي چې دا هوایي ډګر د دوه میلیارد اټکل شویو ډالرو په ارزښت به د لوګر محمد آغې ولسوالۍ کې جوړ شي.

 

نوموړي ویلي هوایي ډګر د افغان حکومت له خوا جوړیږي او د نړیوال هوایي ډګر په توګه به له ټولو اړینو اسانتیاوو سره جوړ شي، د نړیوالو مسافرینو ترمینل به هم په کې شامل وي او د کال بع لږ تر لږه د لس میلیونو مسافرینو ظرفیت ولري. او تر 2035 کال پورې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

وفا زاده ویلي د هوایي ډګر جوړېدل به د سیمه اییزو اتصال، صادراتو ودې او د افغانستان اقتصادي ودې کې د اهمیت وړ رول ولري.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي دا مهال د افغانستان د لوی “کابل هوایي ډګر” چې په ښار کې نه دی د پراخېدو امکانات یې نشته.

دا مهال افغانستان 64 لوی او واړه هوایي ډګرونه لري چې له جملې یې څلور نړیوال دي او 12 12هوایي ډګرونه د سیمه ایزو او محلي هوایي ډګرونو په کچه دي.

د افغانستان ملکي هوایي چلند اداره وایي د هېواد ټول هوایي ډګرونه ترمیم ته اړتیا لري خو لومړیتوب د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونه دي چې د دې ډګرونو پراختیا او تجهیر لومړیتوبونه دي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د بي بي سي فارسي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان هوایي چلند سکټور تر اوسه خپل پوره ظرفیت ته نه دی رسېدلی په داسې حال کې چې افغانستان کولی شي ختیځه اسیا له اروپا او منځني ختیځ سره د یوه مناسبې ټرانزیټي لارې په توګه ونښلي.

افغانستان اوس مهال 52 هېوادونو سره د هوایي دهلېزونو له لارې نښلول شوی چې د وفا زاده په وینا د هېواد د صادراتو 50 سلنه برخه جوړوي.

د لوګر محمد آغې ولسوالۍ هوایي ډګر جوړېدل د پخواني ولسمشر داوود خان په وخت کې پلان شوی وو خو د کورنیو ستونزو او کشمکشونو له کبله دې وخت ته پاتې شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.