The news is by your side.

ایا د سولي‌خبرې به ناکامه شي؟‌

خبريال ویبپاڼه؛ بین الافغاني خبرې ترټولو په بد حالت کې دي او دواړه لوري د جګړې ادبيات کاروي، په دوحه کې د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ټيم څو غړي طالبانو ته د زيات انتظار وروسته کابل ته راستانه شول او طالبان همغسې د سیمې هېوادونو ته پخپل سفر بوخت دي او د خبرو مېز یې پرېښی دی.

د سولې په خبرو کې پخوا خبره يوازې د افغان حکومت وه، مطلب يوازې افغان حکومت چې ځینې شیان یې منل او ځینې نه، امريکا د طالبانو سره ډېر شيان منلي و، خو اوس افغان حکومت يوازې نه دی، بلکې د امریکا نوی حکومت هم نه غواړي د طالبانو سره بدون له دې چې دوی پخپلو ژمنو عمل وکړي مخ ته ولاړ شي.

اوس نو که طالبان يو شی نه مني، ورسره یې افغان حکومت او امريکا هم نه مني او دا اختلاف ډېروي، په همدې وخت کې د طالبانو د جګړې د امريکايانو د نه وتلو او د افغان حکومت د دفاع او جګړې خبرې هم ګرمې دي، په دې ډول يو حالت کې نو کولی شو چې دا پوښتنه وکړو چې که د سولې خبرې ناکامې شي څه به کیږي؟

له بده مرغه هرڅه داسې روان دي چې د سولې د خبرو په ناکامۍ کې به بيا هم ترټولو لوی زيان افغان ملت ويني، د جګړې اصلي سرچینه او په ټوله جګړه پانګه کوونکې امريکا به بيا ترټولو خوندي وي او افغانان به دوه طرفه وژل کېږي.

امریکا اوس په افغانستان کې ډېر محدود شمېر ځواکونه لري او هغه هم په داسې قرارګاوو کې دي چې د طالبانو له بریدونو لرې او خوندي دي.

خو اصلي جګړه به بيا افغانان کوي او وینه بيا د افغانانو تويېږی، طالبان به بيا ځل په لويو ښارونو کې حملې پيل کړي حکومت به چاپې، بمبارۍ او عمليات زيات کړي په کلي او ښار کې به هر افغان د ګواښ او مرګ سره مخ شي.

په دې جګړه د سولې د خبرو په ناکامۍ کې به ګټه صرف د امريکا وي، هغوی به خوندي وي مصرف به يې کم شوی وي جګړه به د افغانانو ترمنځ وي دا جګړه به بيا دوي ته مشروعیت ورکړي چې خپل نظامي حضور اوږد کړي.

د سولې د خبرو ناکامي د افغانانو په خير نه ده، خو په دې ډول چې اوس دي پرمخ وړل يې هم ګران کار دی، طالبان او حکومت بايد قدم په قدم مخ ته ولاړ شي، يو قدم چې حکومت اخيست يو دې طالبان واخلي، که حکومت د طالبانو ټول بندیان نه خوشي کوي کم شمېر دې خوشي کړي خو ددې په بدل کې دې د طالبانو څخه مشخصه وعده واخلي هغه که د جګړې په کم والي کې وي که يا په بله برخه کې وي.

که طالبانو خپله وعده عملي کوله افغان حکومت دې هم ددوی غوښتنې ومني او همدا ډول دې دواړه د باور فضا رامنځته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance