The news is by your side.

ټرمپ د دویم ځل لپاره استیضاح کیږي

خبریال ویبپاڼه/ د نورو اد عاوو ترڅنګ په ټرمپ تور دی چې د امریکا د کانګریس پرودانۍ يې د برید پر مهال د خلکو په پارولو کې لاس درلود او سنا مجلس به پریکړه کوي چې نوموړی د دویم ځل لپاره استیضاح کړي

د سنا مجلس د پریکړي له مخې ډیموکراټان اوجمهوریت غوښتوونکی ۱۶ ساعته وخت لري تر څو د ټرمپ په هکله د دفاع او یا هم د مخالفت په مورد خپل دلایل وړاندې کړي ډيری يې چې د ټرمپ د محکمې غوښتوونکي دي هم دلایل وړاندې کولای سي او د نوموړي د دفاع کولو حق هم لري.

ټرمپ یو ځل په واک او اوس بیا استیضاح کیږي هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال ډیر شمېر جنجالونه او نیمګړي کارونه تر شاه پریښي سنا مجلس به خپله وروستۍ پریکړه سبا واوروي.

ټرمپ له لومړیو ټاکنو ګټلو وروسته د دویم ځل لپاره بریالی نسو ځکه هغه خپله ازموینه په لومړۍ دوره کې  ورکړه او بریالی نسو په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره سوې چې له ډیمکراټانو څخه اوسني ولسمشر جوبایډن او جمهوریت غوښتوونکو څخه مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډون کړی وو، چې جو بایډن وتوانید برحاله ولسمشر ته په ماتې ورکولو سره د امریکا ۴۶ ولسمشر سي.

د کانګرس پر ودانۍ  برید؟

کله چې قهرجنو لاریونوالو د امریکا په زیات شمېر ایالاتونو او ښارونو کې د ټرمپ په ملاتړ لایونونه وکړل نو په وروستۍ پایله کې يې د دې هېواد د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په پایله کې يې پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر پکښي ژوبل هم سول، له دې وروسته د امریکا کانګرس پریکړده وکړه چې  ټرمپ باید استیضاح سي.

د امریکا په تاریخ کې ټرمپ لومړی ولسمشر سو چې دوه ځله استیضاح سو، نوموړی به محمکه کیږي خو د ټرمپ مدافع وکیل وايي چې پر کانګرس برید خپلواک عمل وو، چې د ټرمپ هیڅ لاس پکښي نه وو، خو ډیمکراټان وايي کاپي شواهد سته چې ټرمپ پکښی ملامت ګڼل کیدلای سي.

کچیري نوموړی استیضاح سي نو ولسمشرۍ ته د بیا نوماندیدو حق ترې اخیستل کیږي ښايي د ده په ګټه او یا هم مخالفت  پریکړه وسي.

ایا دا خو به د ټرمپ او سیاست مخه ښه نه وي؟ تراوسه پوري مالومه نه ده چې له خپلې استیضاح وروسته به ټرمپ د سیاست په هکله څه پریکړه وکړي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.