The news is by your side.

له ښځو سره دا ډول ټوکې مه کوئ!

خبريال وېبپاڼه؛ هیڅکله د خپلې مېرمنې پر وړاندې د بلې ښځې ستاينه مه کوئ. که ستاسو هدف یوازې ټوکه هم وي مه وايئ، چې پلانۍ ښايسته ده، يا ښه استعداد لري، او هوښياره مېرمن ده… مېرمن مو ستاسو پر دې خبرو تر حد زیات خپه کېږی. او داسې فکر ورولېږی،چې ګوندې په ما کې د هغه میرمنې په کچه ښکلا،استعداد او ښېګڼې نشته. او د کمتري احساس ورته پيدا کيږي چې د دغسې احساس پاي رواني مشکلات او کورنی خپګان او جنجال وي.

که یوه مېرمن ټوله ورځ په ستونزو، د کور کارونو او بهر کارونو کې تېره کړي وي، د ورځې په پای کې ستا دوه خوږې خبرې، د حال پوښتنه یې د ټولې ورځې ستومانۍ هېرول دي.

له خپلو مېرمنو سره داسې چلند وکړئ، لکه یوه مېلمه، په ښه ژبه ورسره خبرې وکړئ، او کله کله یې په ډالیو ونازوئ. په اصل کې دا کارونه یوازې ستاسو د مېرمنو لپاره نه، بلکه ستاسو د خپل ژوند څخه خوند اخیستلو، او ښه ژوند لرلو لپاره دي.

 

که غواړئ له خپلې مېرمنې سره تل خوښ ژوند وکړئ د دوی تر مخ د بلې ښځې په اړه نظر مه ورکوئ يا لږ تر لږه صفت يې مه کوئ. اړينه ده چې د دښځو احساسات درک کړئ. هره هغه ستاینه چې ستاسو له خولې د خپلې مېرمنې لپاره وي، دا به تاسو ته یوازې د خولې خبرې وي خو ستاسو د مېرمنې د زړه تازه ګي ده.

 

۲ ـ هغه کسان چې د ښې راتلونکې هيله او له خپلې مېرمنې سره مينه لري بايد په ياد ولري چې د طلاق او ورته نورې هغه کليمې چې مانا يې بېلېدل وي په ټوکه کې ونه کړي.

 

۳ ـ هېڅکله مو خپلې مېرمن ته په ټوکه او طنز هم مه وایئ، چې نالایقه يا بې ظرفيته یې. هغه يې جدي نيسي او ډېره پرې خپه کيږي. ممکن تاسې ته د دوی خپګان هم اهميت ونه لري خو مه هېروئ چې دغسې ټوکې نه يوازې د دوی د خپګان بلکې رواني ستونزو لامل هم کېدای شي.

 

۴ ـ د مېرمن د کورنۍ غړي په ښه یادوې، اکثره کسان له خپلې مېرمن سره دا ټوکې هم کوي چې پلار دې داسې دی او ورور دې هغسې دی … چې دا ټوکې په مېرمن ښې نه لګي او زړه يې ماتيږي. دوی ممکن په خوله څه ونه وايي خو زړه يې بد وي.

۵ ـ ځينې کسان بيا د بل له ځورولو خوند اخلي، دوی په خپله مېرمن ټوکې کوي او آن هغه مسخره کوي، چې په دې ډول هم د خپلې مېرمن زړه ماتوي، او هم هغوی د کمتري په احساس اخته کوي. ځکه مېرمن ته یې د دې احساس پیدا کېږي، چې یوه خوشې او بېکاره شی ده، نو ځکه د خاوند تر نظره نه راځي. او ورو ورو له ځان سره ځورېږي. چې ګوندې د رواني ستونزو پیدا کېدو لوی لامل یې شي.

که غواړي تلپاتې خوښي ولرې، ن د مېرمنې شخصيت ته مو احترام وکړئ، او هغه ته په لويه سترګه وګورئ. ځکه یوازې هغه ستاسو د هرې خوښۍ او غم شریکه ده.

 

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.