The news is by your side.

۵ حوزه کې تراوسه ۸۷ وردګ قومي مشران وژل شوي

خبريال وېبپاڼه؛ د کابل ښار وروستيو نا امنیو د ټولو ښاريانو ژوند ور تريخ کړی دی، حکومت د نا امنیو، هدفي وژنو، جنايي پېښو د کم والي لپاره څو ځله ژمنې کړې دي خو دا هم د ولسمشر هغه ژمنې ته ورته دي چې هندوستان او قبايلو ته یې برېښنا ورکوله حال دا چې کابل يوه شپه تياره بله رڼا وي.

ټول کابل ښار نا امنه دی، خو په ځانګړي ډول پینځمه حوزه چېرته چې پښتانه او په ځانګړي ډول زیات وردګ ژوند کوي تر بل هرځای نا امنه ده.

په دې سيمه کې ډېر وخت د ورځې هم سړی ډارېږي، په سيمه په موټرسایکل سپاره خلک تر بل هر وخت زيات وي، اوس داسې څېرې ليدل کېدل زيات شوي لکه د دولت د وسله والو مخالفینو، د غیرې مسولو وسله والو شتون خو عام دی، هره شېبه داسې کسان ليدل چې عام جامې يې اغوستې وي او وسلې ورسره وي ليدل ممکن دي.

سړی نه پوهېږي چې د پاکستان په علاقه غير کې ژوند کوي که د افغانستان په پلازمېنه کابل کې، په دې سيمه کې هدفي وژنې تر بل هرڅه زیاتې دي، يوازې پرون د يوه بريد په پايله کې په دې سيمه کې د وردګو د کليو او پراختيا ريس او ساتونکي يې ووژل سول.

هره ورځ څو بريدونه کېژي، د خلکو د کورونو په څو مېترۍ کې هدفي وژنې چادونې ترسره کېژي، په ځانګړي ډول په دې سيمه کې وردګ په نښه کېږي، د وردګو د قومي شورا له خوا د وړاندې شويو مالوماتو له مخې په پينځمه حوزه کې تراوسه ۸۷ وردګ فعالين او قومي مشران او مخور په نښه شوي دي.

موټروانان په دې سيمه کې د ماښام د ۵ بجو وروسته د چا سره يو قدم هم نه ځي، په ځانګړي ډول که تاسې غواړی موټر دربس کړئ نو نه يې شئ پيدا کولی، موټروان له سورلۍ او سورلۍ له موټروان څخه ډارېږي.

پينځمه حوزه اوس د غلو، وسله والو مخالفینو په مرکز بدل شوی دی، د غیرې مسولو وسله ډلې هره شېبه ليدل ممکن دي، ډېري يې دداسې کسانو افراد دي چې په حکومت کې لوی شناخت يا واسطه لري، حکومت ددوی په وړاندې خاموش دی، د حکومت ستراتيژي همدا ده چې زورواکي همداسې خوشي کړي چې ملت وداړي او بيا زورواکي د حکومت ملاتړ وکړي.

د حکومت څخه د اصلاح غوښتل نور ځانته بازي ورکول دي، خو حکومت دې ياد ساتي چې پينځمه حوزه د کابل دروازه ده او که ددې حوزې په وړاندې داسې بې پروايي روانه وي نو ددوی ماڼۍ به ژر د خطر زنګ واوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.