The news is by your side.

د اېلون موسک مېرمن هغه کار کوي چې هېڅوک يې نشي کولای

خبريال وېبپاڼه؛ د نړۍ ترټولو د بډای سړي مېرمن غواړي د نيوروچيپ په واسطه خپل ځان د کمپيوټر سره وصل کړي.

دا د هغه خاوند ايلون موسک د شرکت یوه پروژه ده چې غواړي په نړۍ کې يې په زياتو خلکو عملي کړي، مېرمن ګريمس وايي چې دې پلان نيولی راتلونکی کال خپل مغز د چيپ په واسطه له کمپوټر سره وصل کړي.

د مېرمن ګريمس دا خبره هغه وخت په رسنیو کې راښکاره شوه چې کله يې د يوه پاپ سندرغاړي سره په ټويټر کې ټويټونه تبادله کړل.

د ليل اوزي په نامه مشهور امریکايي سندرغاړي تېره ورځ د چېپ په هکله ټويټ وکړ چې دا يې د انسانانو لپاره يوه ګټور څيز وباله، ددې ټويټ په ليدو سره مېرمن ګريمس هغه ته په رېپلاي کې وليکل چې راځه چې ځانته چېپونه بسته کړو.

د مېرمن ګريمس په ځواب کې سندرغاړي وليکل چې زه تيار یم، څه وخت به يې کوو؟ مېرمن ګريمس ځواب ورکړ چې زما موخه په ۲۰۲۲ م کال کې ده.

ګريمس دقیق داسې وويل؛ چېپ بسته کول مې په ۲۰۲۲ م کال کې پلان کړي دي، که عمليات په بريا ترسره شو نو د خدایانو د علم څښتنان به شو هاها.

اېلون موسک چې د تېسلا، سېپېس ایکس او نيورولينک شرکتونو مشر ده غواړي په راتلونکي کې له دې چېپونو څخه نورو خلکو ته هم ولګوي، دی پلان لري د انسان مغز او کمپيوټر سره وصل کړي.

د اېلون موسک دې پروژو ته ډېر خلک په ښه سترګه نه ګوري، په نړۍ کې يو ډېره لويه برخه نفس په دې عقيده دی او دې قناعت ته رسېدلي دي چې اېلون موسک غواړي خلکو ته چېپ بسته کړي او بيا هغوي د کمپيوټر له لارې کنټرول کړي شي او انسانان د خپلو موخو له لپاره وکاروي.

خو ډېر خلک شته دي چې دا د بشريت لپاره يو ښه پرمختګ ګڼي، دا د عمليات لپاره، د ناروغیو د مخنیوي لپاره، د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره او نورو چارو لپاره يو په زړه پورې او ګټور کار بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.