The news is by your side.

د امريکا د ګټو په هکله د صالح دریځ ته د طالبانو غبرګون

خبريال وېبپاڼه؛ په ټولنيزو رسنيو کې طالب فعالان او ددوی پلويان د امرالله صالح هغه څرګندونې ښکته پورته کوي چې ويلي يې دي په افغانستان کې روانه جګړه د افغانستان او امریکا د ګډو ګټو جګړه ده.

د طالبانو پلویان په ټوټير او فېسبوک کې د صالح دا څرګندونې دا ډول تعبيروي چې ګواکي امرالله صالح په ښکاره وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه په اصل کې د امريکا د ګټو جګړه ده او دوی ورسره په دې ګټو کې شريک دي.

ډېری طالبان او يا ددوی پلویان په دې اند دي چې امرالله صالح او په افغانستان کې اوس واکمن حکومت په اصل کې صرف د خپلو شخصي ګټو لپاره د امريکا ټوپک په اوږه اېښی دی او ددوی لپاره جنګېږي.

طالبان ددې ترټولو ستر دليل دا بولي چې د افغان حکومت د پايښت سبب د امريکا مرستې او حمايت دی، که په نظامي او مالي ډول دا حمایت نه وی نو افغان حکومت به صرف په څو میاشتو کې له منځه تللی و.

طالب پلويان په داسې حال کې دا ډول څرګندونې کوي چې پخپله دوی هم په مستقيم ډول د پاکستان څخه مرستې ترلاسه کوي او ټول اکمال او تداوي یې هلته کېږي.

څه موده وړاندې ددې ډلې مرستيال مشر ملا برادر په ښکاره اعتراف وکړ چې ددوی مشران په پاکستان کې ژوند کوي ددوی ټپيان په پاکستان کې درملنه ترلاسه کوي.

شننوکي وايي چې د طالبانو ادعا تر يو ځايه پورې سمه ده چې امريکا په افغان حکومت تاثير لري خو وايي چې په طالبانو هم همدا ډول پاکستان سخت تاثير لري، دواړه طرفونه ځینې مجبوریتونه لري، ښه به دا وي چې دواړه هڅه وکړي ځان له دې مجبوريتونو خلاص کړي او په افغانستان کې په لوړ سر حکومت او ژوند وکړي.

پوهان په دې اند دي چې ترڅو په هېواد کې سوله رانشي او په اقتصادي ډول هېواد خپلواکۍ ته ونه ورسېږي نو دا ګرانه ده چې افغانستان دې په حقیقي مانا خپلواک پاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.