The news is by your side.

ولې سلمان خان تراوسه مجرد دی؟

خبريال وېب پاڼه: سلمان خان چې د هند سينما مشهور لوبغاړی دی او په ټوله نړۍ کې ډير زيات مينه​وال لري خو جالبه دا ده چې سلمان خان تراوسه واده نه دی کړی يعني که سلمان خان له هرې انجلۍ سره واده کول وغواړي انجلۍ به د کوم ځنډ پرته سلمان خان ته د واده کولو لپاره (هوو) ووايې خو، اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چېولې سلمان خان تراوسه واده نه دی کړی؟

په دې ليکنه کې به د سلمان خان د ژوند او هغه پوښتنه چې ستاسو په ذهن کې ده چې ( سلمان خان ولې تراوسه واده نه دی کړی؟) ورته به مناسب ځواب ومومئ.

عبدالرشيد سلمان خان چې په سلمان خان مشهور دی د ۱۹۶۵ز کال د ډيسمبر په ۲۷ نيټه زيږدلی دی چې اوس مهال يې عمر شاوخوا ۵۶ کلو ته رسيږي خو تراوسه مجرد دی او واده يې نه دی کړی.

سلمان خان په ۱۹۸۸ز کال د فلم نړۍ کې ښکاره شو په ۱۹۹۹ز کال کې يې د هندي فلمونو مشهوري اداکارې اشواريا رای سره کوژده وکړه خو ددوې دا اړيکه په واده بدله نه شوه او بيل شول سره.

همداراز په ۲۰۰۹ز کال يې د هندي فلمونو بلې مشهوري لوبغاړي کترينا کيف چې په هغه وخت کې نوې د فلم نړۍ ته مخه کړي وه کوژده وکړه خو بيا هم د سلمان خان دا اړيکه په واده بدله نه شوه او بيل شول سره.

سلمان خان د کترينا کيف سره د بيلوالې وروسته د يوې هندې رسنۍ سره په خبرو کې وويل( شايد زما تقدير دا وي چې واده ونکړم، اوس مې ژوند ډير ښه پرمخ روان دی او شايد دا به زما د خدای فيصله وي او زه د خپل خدای په فيصله راضي يم، هرڅه چې زما خدای وغواړي هغه کيږي، او زه نور د واده لپاره هيڅ فکر نه کوم، انتظار کوم او ګورم چې زما تقدير زما د راتلوونکي لپاره څه کوي.

د ويلو وړ ده چې د امريکا خلکو مجلې په ۲۰۰۴ز کال کې سلمان خان د نړۍ اووم نمبر خوشحاله او د هند لومړی نمبر خوشحاله کس اعلان کړی وه.

د سلمان خان ټوله شتمني په ۲۰۲۰ز کال ۳۶۰ ميليون ښودل شوي يعني يو کس چې دومره شتمني ولري هغه کس سره هره انجلۍ د واده کولو لپاره اماده ده خو خبره دا ده چې سلمان خان خپل واده خپل تقدير په لاس کې ورکړی دی چې تقدير به يې د واده لپاره څه کوي؟.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.