The news is by your side.

دوه خبرې چې د سولې مذاکرات يې کړکېچن کړي

خبريال وېبپاڼه؛ د سولې په خبرو کې اوس يو بل داسې ټکی هم اضافه شو چې حل کول یې کېدی شي تر نورو ډېر ستونزمن وي.

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو په دې توافق کړی و چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په مقابل کې په افغانستان کې جګړه کمېږي او د بين الافغاني خبرې به پيل کېږي.

طالبانو او امريکا دا مشخصه کړې وه چې طالبان به په لوبو ښارونو کې بريدونه نکوي او هم به د پوځ په لویو قرارګاوو له حملو څخه ډډه کوي.

خو دا مشخصه مسله ځينو ستونزو له خنډ سره مخ کړې ده، دوی نوې مسلې داعش او هدفي وژنې، که څه هم طالبان وايي چې دوی په کابل او نورو ښارونو کې په بریدونو کې په ځانګړي ډول په لوبو بريدونو کې لاس نلري خو په کابل کې بيا هم لوی بريدونه کېږي او مسولیت یې داعش په غاړه اخلي.

اوس دا هغه مسله ده چې د سولې خبرې نورې هم ستونزمنوي، طالبان ددې حملو مسوليت نه مني او حکومت يې په طالبانو وراړوي.

داعش څوک دی؟ خبره داده چې طالبان یې د حکومت يو له ملاتړه برخمنه شبکه بولي او حکومت یې د بيا د زړو او نویو طالبانو څخه تشکيل شوې ډله، دا هغه څه دي چې په فاعلينو يې ددواړو لورو توافق نشته او څوک نه پوهیږي چې دا لوی بريدونه نو په ښارونوکې څوک کوي‌.

که کار داسې روان وي نو حکومت خو به وايی چې که داعش دا ډول بریدونه کوي نو بيا د طالبانو سره په دومره لوی امتيازاتو سمبالې خبرې او توافقنامې کوم ارزښت لري.

په دوهم قدم کې بيا د هدفي وژنو خبره ده، هدفي وژنو لکه د لویو چادونو وهم او ډار خور کړی دی، د ټولنې فعال او خواخوږې طبقه یې په وېره کې اچولې ده، د هدفي وژنو قضيه د داعش غوندې او يا دداعش څخه هم ګډوډه او مغلقه ده.

طالبان د هدفي وژنو مسولیت حکومت ته راجع کوي او حکومت یې طالبانو ته راجع کوي، هیڅوک نشي کولی ددې وژنو مسولیت ومني، که سوله کېږي نو دا وژنې هم روانې وی بيا دې ته سوله ويل ګران دي.

او که نه هېڅ طرف دا(هدفي وژنې) نه مني او نه یې د کنټرول او له منځه وړلو مسولیت اخلي.

که دا دوه مسلې حل نشي نو سوله هېڅ مانا نلري او که ددې مسلو حل کول به ساده کار نه وي، دا ښکاره خبره ده چې دا حملې په هېڅ ډول فردي نه دی او تر شاه یې قوي لاسونه دي چې ددې لاسونو پېژندل او بيا غوڅول به سخت زيار ته اړتیا ولري.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.