The news is by your side.

پريانکا د فلمي کار په اړه يو تریخ اعتراف وکړ

خبريال ویبپاڼه؛ د هندي فلمونو مشهوره ستورې پريانکا چوپرا چې اوس یې په هاليووډ کې هم ځانته لوی نوم جوړ کړی دی په دې وروستیو کې د خپل ژوند له ځينو پټو کيسو څخه پرده پورته کړې ده.

ډېره موده کېږي نوموړې د هند څخه بهر ژوند کوي او د اقامت طرف یې نیویارک او لاس انجلس وي، اغلې چوپرا لکه د نورو فلمي ستورو په دې سکتور کې ډېرې لوړې ژورې ليدلې دي چې د ځينو څخه یې اوس پرده پورته کړې ده.

پريانکا چوپرا تازه د خپلو دغو ستونزو په هکله یو تريخ اعتراف کړی دی، دې د يوه ډايرکټر د هغه غوښتنې څخه پرده پورته کړې چې ځان یې ورباندې ډېر کوچنی حس کړی و.

اغلې پريانکا وايي چې کله د نړۍ د ښکلا ملکه اعلان شوه نو څه موده وروسته یې په يو فلم کې د‌ کار کولو نیت کړی و چې ددې فلم د ډايرکټر له لوري د يوې داسې غوښتنې سره مخ شوه چې ځان یې ډېر ټیټ حس کړ او وروسته یې په دې فلم کې کار کول هم پرېښودل.

پريانکا وايي چې د فلم ډايرکټر ورڅخه وغوښتل چې د خپلو سینو عمليات وکړي او ددې ترڅنګ د خپل بدن د شا برخه هم بايد لږ لويه کړي او دې ته هم بايد عملیات ته غاړه کیږدي.

چوپرا وايي ددې خبرې په اورېدو سره یې زړه مات شو خو وروسته له هغه چې آن خپل منېجر یې هم ورته وويل چې د ډايرکټر خبره ومني خو بيا یې بېخي خلق تنګ شو او د خپل منېجر سره يې هم لارې بېلې کړې.

دا زیاتوي چې نيت يې درلود د ډايرکټر دا ګوستاخانه غوښتنه افشا کړي او د رسنیو سره یې شریکه کړي خو ورته وويل شول چې که دا کار وکړي نو د فلمونو په نړۍ کې به خپل رول ته د پای ټکی کېږدي.

پريانکا اوس د نړۍ یوه مشهوره فلمي ستورې ده چې د شرق تر څنګ په غرب کې هم ډېر زيات مينوال لري او په ګڼو غربي او باليووډ فلمونو کې یې کار کړی دی.

چوپرا اوس ددې ټولو ستونزو څخه په برياليتوب وتلې ده او د يوه امريکايي ځوان سره یې واده کړی دی، دوی دواړو په ۲۰۱۸ م کال کې واده وکړ او اوس د خوشحالۍ يو ډک ژوند لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.