The news is by your side.

په دې خبرو سرله نن عمل وکړئ؟

خبريال وېب پاڼه: ژوند يو داسي ټولګی دی ترهغه چې انسان ژوندی وي د ژوند په ټولګې کې زده​کړي کوي د ژوند په دې ټولګې کې څو څو وار له ماته خورو او هم څو څو وار پکې برياوې ترلاسه کوو دا زده​کړي اکثره د ژوند له تجربو ترلاسه کوو کله هم د نورو له زده​کړي کوو د ژوند يو داسي کتاب دی چې بيا لوستلو ته يې انسان هيڅ چانس نه لري نو له همدې کبله بايد د ژوند د کتاب هره پاڼه په ډير اختياط سره واړوئ.

په دې ليکنه د ژوند په هغه خبرو وپوهيږئ چې بايد له پخوا پرې پوه شوي وئ خو له نن د ژوند په دې سترو حقيقتونو وپوهيږئ.

* خپل ځان لپاره خپل مسېر وټاکئ او په هغه مسېر تک پيل ګړئ، زياتره خلک د نورو په خبرو او لارښوونو مئين وي هر وخت د نورو په لارښوونو عمل مه کوئ ځکه شايد د نورو خلکو لارښووني تاسو د هغه مسېر څخه راوګرځوي چې تاسو د خپل راتلوونکې لپاره ټاکلی وي که غواړئ پرمختګ وکړئ نو د نورو خلکو کړنو ته مه ګورئ، د نورو په خبرو عمل مه کوئ خو که پدې باروي ياست چې نور ستاسو په ګټه خبره کوي بيا يې په لارښوونو عمل وکړئ.

* د هغه کار په ترسره کولو کې مه ناوخته کوئ چې ستاسو په ګټه وي او ستاسو د يو ښه راتلوونکي لپاره وي، ځکه خو په دې اړه د پښتو متل هم ويل شوی دی( د نن کار سبا ته مه پريږدئ) د هر نيک او غوره کار په ترسره کولو کې عجله کوئ.

* هر هغه څه مو زده کړې وي په کار واچوئ، که تاسو د کسب او کار مهارت لرئ نو له کسب او کار مو کټه واخلئ ژوند په چانسونو مخي ته ځي شايد تاسو دا چانس بيا وروسته له لاسه ورکړئ هسي نه چې وروسته بيا پښيمانه شئ.

* بې خوارۍ او بې کوښښه برياوې نه شئ ترلاسه کولی لکه څنګه چې وايې بې زحمته راحت نشته که د ښه ژوند، غوره فکر​، غوره ملګرو، او د غوره لاسته راوړنو هيله لرئ زحمت وباسئ کوښښ وکړئ ځان بريا ته ورسوئ کله چې ته غوره انسان شوي نو غوره ژوند هم ستا دی غوره ملګري هم ستا دي غوره فکر هم ته لري او غوره لاسته راوړني هم ته لري د بريا لپاره هيڅ کله ناوخته نه دی خو په شرط ددې چې زحمت وباسئ کوښښ وکړئ او لاسته راوړني ولرئ.

* د وخت په قدر وپوهيګئ د ژوند د هرې ثانيې څخه ګټه واخلئ بې ځايه وخت مه تيروئ د بي ځايه خلکو سره د ملګرتيا او ناستي پاستي ډډه وکړئ ځکه دا خلک ستاسو وخت بربادوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.