The news is by your side.

د وينې د غوړو د کمولو لپاره ۴ ګټورې لارې چارې

خبريال ویبپاڼه؛ کله چې د وينې د غوړو څخه بحث کوو مطلب مو په ټوله کې د وینې کولېسټرول وي، کولېسټرول په خپله دوه ډوله دي، په مناسبه اندازه شتون يې په بدن کې مهمې ګټې لري او زیاتوالی بيا د انسان د بدن حياتي غړي له خطر سره مخ کوي.

لکه څنګه مو چې وويل کولېسټرول په دوه ډوله دي، يو ډول داسې دي چې د وينې څخه کولېسټرول راټولوي او ځيګر ته یې راوړي، دې ته موږ ښه کولېسټرول وايو او دوهم ډول کولېسټرول بيا داسې دي چې د ځيګر څخه نور کولېسټرول هم وينې ته وړي، دې ډول کولېسټرولو ته موږ ناوړه یا بد کولېسټرول وايو.

په وینه کې د کولېسټرول زیاتوالی د شديد روغتيايي ستونزو سبب کېږي، ډېر تاثير يې په رګونو د وينې د دوران په سيستم او زړه وي، کله چې په وينه کې کولېسټرول زيات شي نو د رګونو د کلکېدو، شخېدو، تنګېدو او بندېدو سبب کېږي، چې دا بيا د وینې جریان له ستونزې سره مخ کوي، دا په دې مانا چې بیا د بدن غړو ته د وينې په واسطه د اوکسيجن او نورو موادو انتقال له ستونزې سره مخ کېږي او د بدن ځینې غړي او حجرې مو په دې ډول د ستونزو او حتی مرګ سره مخ کیږي.

څه ډول کولی شو د خپلې وینې غوړ کم وساتو؟

که زيات وزن لری نو د کولېسټرولو د زياتوالي له خطر سره نور ډېر نېږدې ياست، له همدې کبله په دې برخه کې به لومړی کار دا وي چې خپل وزن کم کړی، او که وزن مو کم وي نو هڅه به دا کوی چې خپل وزن همداسې کم وساتئ.

د کولېسټرولو اصلي سرچینه حيواني محصولات دي، هڅه وکړئ د حیواني خوړو څخه په ډېر کم ډول استفاده وکړئ، ترډیره مو پام په سبزیجاتو او مېوو وکړئ، د حیواني غوړو، حيواني توليداتو څخه تر ډېره ځان وژغوری او که بيا مجبور کېدی هم ډېره کمه استفاده ورڅخه وکړئ.

د وینې د جريان د چټک کېدو او د رګونو د روغتیا لپاره حرکت ډېر زيات مهم دی، په ورځ کې نيم ساعت سپورت يا ۴۵ دقیقې قدم وهل مو د ځان عادت کړئ، دا ستاسې د رګونو د روغتیا لپاره ترټولو زیات اړين او ګټور کار دی.

له سېګرېټو څخه ځان لرې وساتئ، سېګرېټ ددې مخه نيسي چې له وینې څخه ناوړه کولېسټرول ځيګر ته انتقال شي، په وينه کې بيا د کولېسټرولو زياتېدل ددې سبب کېږي رګونه تنګ شي دا بيا د زړه د ناروغيو د زړه د حملې د فلج او نورو وژونکو روغتيايي ستونزو سبب کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.