The news is by your side.

پښتو لنډۍ د ښځو له لوري د ادبیاتو پالل شوې برخه

خبریال وېب پاڼه/ ښځو لکه څومره چې د ټولنې او حکومتونو په جوړښت کې نیمایي برخه تشکیل کړې همداسې یې د ادبیاتو نیمایي برخه هم ډکه کړې ده او په تېره بیا په پښتو ادب کې د پښتنو مېرمنو ونډه له نیمایي هم خورا پراخه او زیاته ده.

لنډۍ چې د پښتو ادبیاتو بډایه او غښتلې برخه ده تر ډېره د پښتنو ښځو له لوري ویل شوي.

پښتنو ښځو د لنډۍ په یوازې څو سېلابونو کې د خپل زړه درد، د ژوند ناکامۍ، ترخې او خوږې رسولي دي.

د لنډیو زیات موضوعات د مجبورۍ، محرومۍ، بې عدالتۍ، غم، ښادۍ، ترخو او خوږو شېبو دي چې زیاته برخه یې د ښځو له لوري ویل شوي او که ووایو چې پښتو لنډۍ د ښځینه وو له لوري دومره غني او قوي ده نو مبالغه به نه وي.

پښتنې ښځې د پلار او مېړه په کور له ډېرو محرومیتونو سره را لویې شوي او ژوند تېروي نو په دې توګه یې د خپل زړه درد او د ژوند نا خوالې په لنډیو کې وړاندې کړي دي. لکه دا یې چې وایي:

زما ابۍ دادا ته وایه
خوشاله نه یم له ناکامه کور کومه

دا د هغې پښتنې ښځې د ژوند تصویر او د زړه غږ دی چې د مېړه په کور کې له مجبورۍ د خوارۍ او نا خوالۍ ژوند تېروي او په لنډۍ کې په مور او پلار غږ کوي چې د مېړه په کور خوشاله نه یم خو له ناکامه شپې ورځې تېرومه.

د دې لنډۍ یو پیغام او تصویر دا هم دی چې پښتنې ښځې ته د ژوند ملګري د ټاکنې حق نه ورکول کیږي او د مور او پلار او کورنۍ په خوښه په پټه خوله له یو نا خوښه سړي سره واده کیږي او بیا په ډېرې مجبورۍ په یو لنډۍ کې په مور پلار غږ کوي چې هېڅ خوشاله نه یم.

یا کومې ښځې چې د مېړه په کور خوشاله وي خو لالی یې مسافر وي او په کور نه وي د هغوی له نه شتونه دردیږي او له هغوی پرته یې د خسر په کور ژوند ښه نه تیریږي چې بیا وایي:

زما د زړه ومنې خدایه
مسافر راولې د لېرې وطنونه

یا

مسافري پرېږده جانانه
راځه راځه روزي به خدای را رسوینه

ځیني بیا مېړه ته د ډاډ لپاره وایي چې:

مسافري په بې غمۍ کړه
ترله دې خپله په نامه دې ناسته یمه.

دې لنډۍ کې د ژوند ملګري ته ډاډ ورکوي چې ته بې غمه مسافري او مزدوري وکړه زه خو دې خپله یم ګیله نه کوم ستا په نوم تا لپاره ناسته یم.

لنډۍ یوازې د ښځو نه بلکې د پېغلو او مٸینو پېغلو له لوري هم ویل کیږي چې اکثره یې د خپل پلار د کور د خوشالۍ او ناکامۍ د ژوند او یا د خپل مٸین د نه شتون له درد لنډۍ وایي.

نو ویلی شو چې پښتو ادبیات زیات په لنډیو ولاړ دي او قوي والی یې ورکړی او د ادبیاتو دا برخه بیا د ښځو له لوري زیاته پالل شوې چې زرګونه لنډۍ یې په بېلابېلو موضوعاتو ویلي.

لیکنه: آمنه عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.