The news is by your side.

ايا امريکا او طالبان د سولې خبرې بيا پیلوي؟

خبريال وېبپاڼه؛ د امريکا د نوي حکومت د راتګ سره بين الافغاني خبرې بې خونده شوې او دواړو خپل حقيقي دریځ د امريکا د نوي حکومت پرېکړې ته وځنډاوه، د امريکا نوي حکومت اعلان وکړ چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د طالبانو سره لاسليک شوې توافقنامه به وارزوي او بيا به خپل دریځ اعلانوي.

دې خبرې طالبان سخت په شک کې واچول او ددې سبب شو چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې تر هغه وځنډوي ترڅو چې د امريکا نوی حکومت ددوحې د توافقنامې او د ټولو پوځيانو د اېستلو په هکله خپل دريځ اعلان کړي‌.

دواړه لوري د خبرو د ځنډ عوامل د توافقنامې د نه عملي کول بولي، طالبان د خپلو پاتې بنديانو او د تور لیست څخه د خپلو مشرانو نومونه لرې کول غواړی او امریکا بیا له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې غړي نور له دې هېواد څخه وشړي او ورته ښکاره وايي چې افغانستان نور ددوی کوربه توب نشي کولی‌، ددې ترڅنګ د امریکا متحده ايالات او په څنګ کې یې افغان حکومت له طالبانو د جګړې د شدت د کم والی غوښتنه کوي.

طالبانو د دوحې په توافقنامه کې د لويو بريدونو په ښارونو کې د بریدونو د کم والي او نه کولو ویلي دي، په حقیقت کې طالبانو په دې خبره تر یو ځایه پورې عمل کړی دی او په ښارونو کې د بریدونو مسولیت یې نه دی اخیستی، په ښارونو کې د لوی بریدونو مسولیت دداعش ډلې منلی دی خو افغان حکومت بيا طالبان ددې مسول بولي، طالبان بيا د داعش ډله پخپله د افغان حکومت يوه پروژه بولي.

خو زياته وېره د لويو بريدونو څخه هم هدفي وژنو راپیدا کړې ده، هدفي وژنې او چسپکي ماینونه ډېر شوي او ورځ تر بلې ډېرېږي، طالبان ددې مسؤلیت نه مني او پړه یې په افغان حکومت اچوي او افغان حکومت بیا ددې ناخوالو مسول طالبان ګڼي.

په داسې حال کې چې د وعدو د عملي کولو سلسله ګډوډه شوې ده او د امريکا حکومت هم په موجودو شرايطو کې د خپل عسکري ویستلو ته نه دی تیار د افغانستان د چارو په هکله امريکايي متخصص بارنيټ آر روبين وايی چې طالبان بايد د امریکا سره د بيا خبرو او دې سلسلې د منظم کولو په هکله مذاکرات وکړي.

ښاغلی روبین په دې اند دی چې د امريکا نوی حکومت به د طالبانو سره توافق لغوه نکړي خو طالبان به دې ته راوبولي چې بايد د توافقنامې شرايط په جدي ډول پخپل وخت عملي شي.

هيله او اړتیا دا ليدل کېږي چې طالبان او امریکا يو ځل بیا خبرې وکړي او دا ځل د جګړې د شدت د کمښت ترڅنګ په هدفي وژنو تمرکز وشي او ددې چارې د مخینوي لپاره ځينې تګلارې جوړې شي، د شرايطو په عملي کېدو سره دواړه لوری خپلې وعدې عملي کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.