The news is by your side.

هغه ۸۱ کلن بوډا چې د نړۍ ۱۱ لوړوڅوکو ته ختلی

خبریال ویبپاڼه/ تاسو به د غر ختوونکو په هکله ډیر اوریدلي وي داسې یو سپین ږیری چې عمر یې تر ۸۱ کلونو لوړ دی خو لاهم د همالیا غوندي غرونو لوړو څوکو ته خیژي او دومره زیاته انرژي لري

کارلوس سوریا اوس هیله لري چې  پسرلی به را رسیږي او دی به بیا نیپال کې  یوې لوړې څوکې ته خیژي چې  بل څوک نه دي ختلي هغه لاهم په دې عمر کې پوره انرژي لري او هیله من دی.

کارلوس یوځای بیا ځان د نړۍ هغه بوډا جوړوي  چې ۱۴ داسې څوکو ته ختلی چې اوږدوالی يې تر اته زره زیات دی او لاهم خپلو دې هڅو ته دوام ورکوي

دغه سپین ږیری د ماډریډ په اویلا کې زیږیدلی پخوا نجار وو، کار لوس غواړي چې د نړۍ ټولو ۱۴ لوړو څوکو وته وخیژي هغه تراوسه له دې ۱۴ څخه ۱۱ ته ختلی او اوس دې هڅه کې دی چې درې نورو ته هم وخیژي او ریکارډ ثبت کړي د هغه عمر ته په کتلو سره يې ډیر ریکارډونه مات کړي هم دي کار لوس تر دې وړاندې ۶۲  کلنۍ عمر کې تر ټولو زوړ انسان سو چې  د ایوریسټ لوړې څوکې ته وختی او د همدې لړۍ په دوام يې د نړۍ اوه لوړې څوکې کچ کړې.

ورزش بریا ده

ورزش کولی سي چې انسان ته په لوړ عمر هم دومره افتخار او انرژي ور په برخه کړي ترڅو هغه وخت هم د ژوند تر ټولو مهو پریکړو او موخو ته ځان ورسوي کله چې انسان ورزش کوي کولای سي چې له ښې روغتیا سره سره خوشحالي او ټولنیز هدفونو ته هم ورسیږي.

په نړۍ کې ورزش یوازنی د مینې یوالي او نیکمرغۍ سمبول پاتي دی چې انسانان کولای سي چې په هروخت کې چې وغواړي ځان پرې  ښې رازه کړي.

د کار لوس غوندي یو ۸۰ کلن سړی چې نور يې ټول عمر خوړلی بیا هم په نړۍ ځان پیژني او دومره لویه انرژي چې د ایورسټ څوکې ته خیژې په ځان کې پنځوي

کارلوس څه وايي؟

هغه په دې خوښي ښيې چې دې لوړو څوکو په ختلو هیڅ وخت زکام سوی نه دی او نه یې هم د چا مرستې ته اړتیا پیدا کړې کارلوس اوس د مني او پسرلي د سفرونو د بودجې په برابرولو باندې بوخت دی هغه وايي په ذهني ډول اوس لکه بوډا داسې یم خو کله چې همالیا کې وم داسې نه وم اوس یوځل بیا غواړم ازموینه وکړم چې پرکوم حالت یم

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.