هغه تېروتنې چې نجونې یې د خاوند په ټاکلو کې کوي!
خبريال وېبپاڼه؛ د طبعیت اصولو سره سم کله چې یو هلک یا نجلۍ د پېغلتوب یا زلمیتوب مرحلې ته ننوځي نو هرومرو ورسره د راتلونکي ژوند جوړولو چرتونه هم رالوېږي، خاوند او مېرمن وسايل نه دي چې که خراب شو بل به واخلئ او يا به يې بېرته خرڅ کړئ، اړينه ده چې د خاوند په ټاکنه کې احساساتي چلند ونه کړئ، تر څو چې خپله ډاډه شوي نه ياست د نورو خلکو په خوښه مه راضي کېږئ، د خاوند په شتمنۍ پسې سترګې مه ګنډئ، بلکې د اخلاقي معيارونو په اساس له يوه کس سره واده وکړئ… په واده کولو لازم غور او ښه انتخاب مو راتلونکی ژوند له غمونو ژغورلی شي. خو ډېری نجونۍ پر دې خبرو غور نه کوي، چې وروسته بیا په ډېرو لویو کورني جنجالونو اوښتې وي. لکه دا:
۱ ـ د نجونو چې لږ عمر ډېر شي نو داسې انګېري، چې نور به راته ښه جرګه رانشي ، او دېته حاضریریږي چې هر ډول سړي سره واده کولو ته چمتو شي.خو تېروتنه کوئ. تاسې بايد د بې غوره، بې کماله او بې کسب کاره خاوند له لرلو په مجردۍ شکر وباسئ.
۲ـ پرتله کول جوړ کار ورانولی شي، که تاسې په خپل چاپیریال کې يو شمېر کسان وينئ، چې ښه ژوند لري ، بريالي خلک دي او هيله مو دا وي چې ستاسې خاوند هم بايد کټ مټ همدغه شان ځانګړنې ولري هم تېروتنه کوئ. يو انسان د بل په شان نه دی او نه پيدا کېدای شي.
۳ـ ځينې نجونې بيا هيله لري، چې خاوند يې بايد لکه د فلمونو هیرو وي، چې دا هم يوه تېر وتنه ده او داسې کسان يوازې په فلمونو کې وي په عادي ژوند کې نشته..
۴ ـ خوشبینه او ډېر د نورو خلکو په خبرو مه غوليږي. چې په ناليدلي کس زړه وبايلي، کله مو چې يو کس نه وي پېژندلی د هغوی د خپلوانو يا خواخوږو د ستاينو په اساس د واده کولو پریکړه مه کوئ.او په برعکس کې د دې موضوع منفي فکر لرل هم ښه نه وي، او د هر نفرعیبونو پسې یې وګرځئ.
۵- تر حد زیات غرور مه لرئ، داسې نه چې ووایئ زما د تحصیل او زده کړې څوک لایق نه دي، غرور د یوه منفي ذهن زېږنده ده.کله چې یو څوک ستاسود دین ،مذهب او تحصیل خلاف نه و، دا اړینه نه ده چې هغه دې ماستر،ډاکټر یا انجینر واوسي. نو له غرور کولو څخه ډډه وکړئ، او د داسې کس په لټه اوسئ، چې هغه تاسې درک کړي.
۶ـ تر اندزاې زياته قرباني ورکول او ځان د نورو لپاره دربدره کول هم تېروتنه ده. کله چې ستا د ژوند پریکړه کېږي که ته هرڅومره د نورو په نظر کې بې شرمه ښکاره شې، ته باید خپل نظر شریک کړې. دا حق نجونو ته اسلام ورکړی، او هیڅوک یې ترې د اخیستلو واک نه لري.
۷ـ ځينې نجونې له یو چا سره یوازې د شتمنۍ او پیسو خاطره واده کوي، چې دا یوه لویه تېروتنه ده،د سریو شخصیت او غیرت د هغوی هره نیمګرتیا پوره کولی شي.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.