ولې په افغانانو کې د ورځ بدتري اصطلاح د پرمختګ مخه نیسي؟
خبريال وېبپاڼه: د تمدن د کاروان څخه وروسته پاتې ملتونه، تل د تېر وخت آرمان کوي، تېر وختونه غوره او ښه ګڼي، حال ته بد وایي،او راتلونکي ته د شک په سترګه ګوري، خو په همدغه وخت کې بیا، د اوسني تمدن جوړونکي هېوادونو ملتونه، تېر وخت د حال په پرتله ښه نه ګڼي، دوی بهتره راتلونکي باندې باور لري او راتلونکي ته د شک په سترګه نه ګوري.
تېر وخت ته ښه ویل او په راتلونکي بې باوره کېدل، د منځنیو پېړیو او د هغې څخه په پخوانیو قومونو کې عام و، همدا علت و چې هغه وخت پرمختګ هم ډېر ورو روان و.
د علمي انقلاب څخه مخکې د ورو پرمختګ یو عمده لامل دا و چې خلک په راتلونکي بې باوره، او راروان وخت یې بدتر ګڼلو، خو د علمي انقلاب په راتګ سره، په ډېر کم وخت کې د پرمختګ کچه، څو چنده لوړه شوه او ملتونو غوره راتلونکی جوړ کړو.
ددې څو لنډ مثالونه به د تاریخ څخه راواخلم. هغه دا چې، د علمي انقلاب څخه پخوا، په ټوله نړۍ کې کلنی عاید او د تولیداتو کچه(۲۵۰ ملیارد ډالر) تخمین شوې ده، خو د پنځلسمې پېړۍ په اواخرو کې د علمي انقلاب په راتګ سره، اوس د نړۍ کلنی عاید او تولید ۶۰ تریلیونه دالر دی.
د عادي مرضونو او وباګانو څخه په میلیونونه خلک مړه کېدل، خو اوس یې د عصري طبابت په مټ، په چټکۍ سره مخه نیول کېږي.
د امپراتوریو اوسېدونکي د خپل ګاونډ نه بېرون، د نورې نړۍ په تړاو ډېر لږ معلومات لرل، خو اوس انسانانو د ځمکې نه علاوه، مریخ او سپوږمۍ ته سفرونه وکړل، او داسې نور.
تر ۱۵۰۰ میلادي کلونو پورې د آسیایي امپراتوریو لکه، عثماني خلافت، مغلي امپراتورۍ او د چین مینګ امپراتوریو، د جهان په کشف کولو کې کومه ونډه نه لرله، ددې نه کشف کولو او علمي پرمختګ نه کولو معنا دا نه ده چې دوی تر هغه وخته پورې د اروپایي امپراتوریو پرتله کم امکانات لرل، بلکې دا په آسیایي او افریقایي ملتونو کې د حاکم فرهنګ پایله وه. دلته ټولنیز او سیاسي ساختار او فرهنګي جوړښتونو خلک دې نه هڅول چې په راتلونکي باورمند شي او جغرافیایي او علمي اکتشافات ترسره کړي.
که لڼډ ووایم چې د اروپا امپریالزم او امپراتورۍ د نورې نړۍ له امپراتوریو څخه په مکمله توګه متفاوته وې.
پخوانیو امپراتوریو فکر کولو، چې د نړۍ په اړه یې معلومات پوره دي او په هر څه پوهېږي، خو د علمي انقلاب نه راوروسته، د اروپایي امپراتوریو او علماء په دې مظر انفاق وکړو چې دوی د نړۍ په تړاو ډېر کم پوهېږي او باید علمي تحقیقات او سفرونه وکړي، او همدغه د کم پوهېدلو اعترف دوی په رالونکي باورمند کړل او تېر یې ناقص وګڼلو. دوی د راتلونکي په اړه ډېر خوښ ښکارېدل او فکر یې کولو چې هر څه به د علمي انقلاب او کشفیاتو په مرسته تغیر وکړي. دوی به د تېر په پرتله بهتره راتلونکی ولري.
په راتلونکي اعتماد نن د ټولو پرمختګونو اساس جوړوي. د اعتماد په تړاو به یو بل مثال هم راوړم.
سامویل ګريډي یو زیرک ثروت لرونکی او پانګه وال ؤ، ده د امریکا په کالیفرنیا کې یو بانک تآسیس کړو. ای. ای استون په نوم یو بل قراردادي دده سره قرارداد لاسلیک کړو، چې په الدورادو کې د یو ملیون ډالرو پروژې پوره کېدلو نه وروسته، خپل یو میلیون ډالر د سامویل ګریډي په بانک کې جمع کړي او همداسې یې وکړل. اوس نو بانک د ای. ای استون یو ملیون ډالر پانګه لري. په همدې وخت کې بل شخص جین مک دونات غواړي چې یو تولیدي شرکت جوړ کړي، خو دی دومره پیسې نه لري، مک دونات د سامویل ګریډی بانک ته راځي او هغه ورته یو میلیون ډالر پور ورکوي، مک دونات د تولیدي شرکت جوړولو پروژه او د ماشینونو د پېرودلو قرارداد ای. ای استون ته د یو میلیون ډالو په مقابل کې ورکوي، استون د تولیدي شرکت د تکمیلېدلو نه وروسته د خپلو د یو ملیون ډالرو غوښتنه له مک دونات څخه کوي، مک دونات د سامیل ګریډي بانک ته ځې او د پور یو میلیون ډالر استون ته سپاري. استون دا یو میلیون نوي ترلاسه شوي ډالر هم د سامویل ګریډي په بانک کې جمع کوي. اوس نو استون څومره پیسې بانک کې لري؟ ۲ میلیون ډالر.
بانک څومره نغده پانګه لري؟ همغه لمړنۍ یو میلیون ډالر پانګه.
د نړۍ د پیسو اقتصاد او د بانک سیستم په همدې اعتبار او باور ولاړ دی، بانکونه د اوسنیو پیسو او پانګو نغده بانکي ملاتړ، لکه سره زر یا نور جایدادونه نه لري، خو په کمپیوتري ارقامو کې بیا د اصلي پانګې پرتله زیاته ښکاره کوي.
د امریکا اوسني قانون یو بانک ته د ۷ واورې همدې ډول پور ورکولو حق ورکړی، خو کچېرته ټول بانکي حساب لرونکي په یو وخت خپلې پیسې وغواړي نو بانک بیا سقوط کوي( مګر داچې دولت یې بېرته په پښو ودروي) لکه زمونږ د سترګو لیدلې د کابل بانک پېښه.
هو دا یو تقلب دی، خو د نړۍ ټول اقتصاد په همدې ولاړ دی. حقیقت دا دی چې دا یو فریب یا چل نه دی، بلکې د انساني تخیل او ذهني نظم یو ښکاره او ستره نښه ده، وینو چې همدا ذهني باور او تخیل، د نړۍ ټول اقتصاد ته ددې وړتیا ورکوي چې باقي پاتې شي او هم وده وکړي، وینو چې همدا د پرمختلي ملتونو او هېوادونو په راتلونکي باندې د باور کولو یوه ستره نښه ده.
دا باور په هره برخه کې لیدل کېږي، په بانکي سیستم د خلکو باور، د حکومت له لوري په چاپ شوو کاغذي پیسو باور، په ادیانو، ادیولوژیو او د دولت یا په هېواد کې د یو نظام په شتون باور، چې دا ټول بیا جوړ شوي نظامونه دي،خلک ځکه په دې نظامونو باور کوي، او تر چتر لاندې یې ژوند تېروي، چې دې نظامونو مختلف خلک سره راغونډ کړي او ګډ ټولنیز ژوند ته یې هڅولي دي.
دا باور او اعتماد بیا په پخوانیو خلکو کې په بل ډول و. هغوی په راتلونکي باندې بې باوره وو، نو ځکه خو د زرهاو کالو په تېرېدلو سره، انسانانو ونه شوه کولای سم پرمختګ وکړي، خو په داسې حال کې چې د علمي انقلاب څخه د پنځه سوه کلونو په تېرېدلو سره نړۍ دومره زیات پرمختګ وکړو، چې تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.
ما په لمړي سر کې وویل چې اوس هم د شاته پاتې ملتونو په مینځ کې په راتلونکي باندې د نه باور کولو فرهنګ حاکم دی.
د افغانانو په راتلونکي وخت بې باوري او پایلې یې.
په افغانستان کې هم همدا ډول ذهنيت حاکم دی، خلک مو تېر وخت د اوس په پرتله غوره ګڼي، او راتلونکي ته باورمند او هیله مند نه دي.
په افغانانو کې یو اصطلاح مروجه ده چې وایي” ورځ بدتري ده نه بهتري”.
زمونږ خلک تل په دې ذهني کشمکش کې ژوند تېروي او همدې (ورځ بدتري) د اصطلاح په ویلو ځان له مسولیته خلاصوي.
مونږ د څلوېښت کلونو ناورین او کورنیو جنګونو نه وروسته، اوس یو نسبي نظام او حکومت لرو، هره سهار ملیونونه خلک د کارونو په لور ځي او د شپې د یو مړۍ ډوډۍ سره بېرته کورونو ته راستنېږي.
حکومتي ادارې جوړې شوي او کارونه سم یا لږ سم، خو په مخ روان دي.
دولت مو د نړۍ سره اړیکې لري او نړیوال راته اوس اهمیت راکوي.
یا ورو او یا تېز خو د پرمختګ کارونه روان دي، د ځینو خلکو په ذهنونو کې تغیر راغلی او راتلونکي ته هیله مندي راپیدا شوې.
ځوانان او انجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي او همدا بیا د غوره راتلونکي لپاره، د ښه ژوند یو زېری دی.
او داسې نورې هیله مندۍ هم شته دي چې ولس پخپل ځان، ژوند او شته نظام باورمند کړي او راتلونکي ته په ښه سترګه وګوري او د “ورځ بدترۍ’ ویلو په ځای د “ورځ بهترۍ” ویلو سره عادت شي..
په انساني ټولنو کې هر عالم او آګاه انسان خپله برخه کار او خدمت په صداقت سره ترسره کوي.ګالیله،ګراهام بل، کوپرنیک، نیوټن، آینشټاین، ماريکوري او نورو په زرهاؤ اروپاي علماؤ اوسنۍ الوتکې، موټر، مبایل، انټرنټ، وسلې، خدماتي ادارې او نور پرمختللي وسایل نه دي لیدلي، خو هغوی ددې پرمختګونو لپاره خپله برخه کار کړی و او نورو ته یې لاره هواره کړې وه.کچېرته هغوی هم زمونږ په څېر راتلونکي ته بد ویلي و او تېر یې غوره ګڼلي و، نو اوس به اروپا په دې موقعیت کې نه وه.
زمونږ ځیني هېوادوال اوس یو ځل بیا په دې لټه کې دي چې دا شته نسبي نظم راګډوډ کړي، د موقت حکومت چغې وهي او وایي چې تېر حالت غوره و او دا اوسنی حالت د پخوا څخه بد تر دی.
زه دوی ته وایم چې آيا تا هغه د کابل د داخلي جنګونو ترخې تجربې له یاده ووتلې، چې د خلکو په سرونو میخونه ټک وهل کېدل، هېواد مو د څو تنظیمونو په مینځ کې ویشل شوی و او پاټکونه یې جوړ کړي وو او د ښځو عزت لېلامېده.
آیا تاسو د طالب هغه وحشت له یاده ووتلو چې خلک به یې د ګیرې او د سر د وېښتانو په سټایل، په سړکونو کې په کېبلونو وهل او ښځې به یې د رنګه بوټانو یا کالیو په سر د میړونو په مخ کې په لښتو وهلې، چې ولې یې توجه جلبونکي لباس اغوستي؟
خلک هر څه هېروي، خو تاریخ دا هر څه ساتلي دي. دا یې ددې لپاره ساتلي چې زمونږ حافظه خو ضعیفه ده، هر څه ژرر هېروو، نو په داسې د ناهیلی په حالاتو کې، تاریخ بیا مونږ وسکونډي او رایاد کړي چې راتلونکي ته هیله مند اوسه، تېر بد و. د راتلونکي ته بد مه وایه او د ښه راتلونکي په پار کار وکړه کار.
د ملتونو د بانکي او د پیسو د سیستم په څېر، په دولت او سیاسي نظام باور جوړ شوی او چې دا باور هر وار واخیستل شي، نو خلک طبعاً راتلونکي ته په ښه سترګه نه ګوري.
په اوسنۍ علمي او معاصره نړۍ کې،د حکومت کولو رنګارنګ ډولونه شته، خو دا څوک نه شي ثابتولای چې کوم ډول نظام خلکو ته ښه خدمات وړاندې کوي، هر یو نظام ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري. خو مهمه خبر په یو هېواد کې د یو نظام شتون دی، کچېرته په یو هېواد کې یو بد/فاصد ډول نظام هم شتون ونلري، چې لږ تر لږه خلک سره راغونډ او منظم کړي، نو بیا حتماً ګډوډي او خپل سري رامینځ ته کېږي، چې په ټولنه کې دا شته نظم هم له مینځه ځي.
افغانانو دا شته ادارې بیا مه ړنګوئ، همدا نسبي خدمات وړاندې کونکی نظام او ادارې به یو وخت د پرمختللي افغانستان بنسټ کېږدي او د علم، کشفیاتو او پرمختللي افغانستان جوړېدلو ته به مخه پرانیزي.
ع.ح خلیل
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.