The news is by your side.

له نورو هغه هيلي چې تاسو خفه کوي!

خبريال وېب پاڼه: ځيني وخت له نورو هيله لرو ترڅو زموږ لپاره ځيني کارونه ترسره کړي او له موږ سره ښه چلند ولري خو دا زموږ يو نيک فکر دی خو په ځينو وختونو کې زموږ دا نيت او هيله له نورو بي ګټي او بي معنی ده او د داسي هيلو لاسته راوړل زموږ د خفګان لامل کيږي هم د هغو خلکو خفه کيږو چې موږ ورسره د نيکو کارونو هيله لرو او هم له ځان چې ولې مې له يو داسي کس څخه د داسي کار هيله درلوده؟.

خلک ټول يو ډول نه وي هغه پښتو متل هم دی چې د لاس ګوتي ټولي يو ډول نه وي ځيني کسان شته چې تاسو ته دوکه درکوي د يو کار د ترسره کولو هيله درکړي خو بيا د هغه کار په ترسره کولو پاتي راشي له داسي خلکو ځانونه لري وساتئ چې تاسو خفه کوي له داسي خلکو هيڅ هيله او اميد مه ساتئ ترڅو وروسته د پيښيمانئ احساس ونکړئ.

په دې ليکنه کې به په هغو هيلو او اميدونو وپوهيږئ چې تاسو يې له نورو لرئ خو بیا ستاسو د خوشحالۍ مخنيوی کوي او تاسو خفه کوي.

* دا هيله مه لرئ چې نور به تل ستاسو له خبرو سره همغږي وي، که د هغو خلکو له جملې ياست چې هيله لرئ نور به ستاسو د هرې خبري سره همغږي وي دا ستاسو ډيره لويه تيروتنه ده په دې کار سره مو خپله خوشحالي له منځه وړئ ځکه ځيني خلک شته چې ستاسو خبرو سره همغږي نه وي او برعکس بيا وروسته نورو ته ستاسو غيبت هم کوي چې دا ستاسو د خفګان لامل کيږي.

* کله چې خپل ځان ګناهګار ګنئ نو له نورو دا هيله مه ساتئ چې هغوي به ستاسو قدر او عزت وکړئ تاسو فکر وکړئ په هغه صورت کې چې تاسو خپله ځان ملامت ګڼئ نو نور خلک به څنګه ستاسو عزت وکړي؟ ستاسو دا هيله هم تاسو ناهيلی کوي او ستاسو د خفګان لامل کيږي.

* کله چې د خپل ځان او نورو خلکو احترام نه کوئ نو له نورو هم دا هيله مه لرئ چې ستاسو احترام به وکړي.

* کله چې خپله نه پوهيږئ چې څه کوئ نو له نورو هم دا هيله مه لرئ چې تاسو د کار په اړه به ښه فکر ولري.

* کوښښ مه کوئ چې له نورو دا هيله ولرئ چې له تاسو سره پاتې شي حال دا چې پدې پوهيږئ چې هغه نه غواړي له تاسو سره پاتې شي.

* کله چې مو دومره لويه تيروتنه کړي وي چې خپله خپل ځان نه شئ بښلی نو له نورو هم د بښنې هيله مه لرئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance