The news is by your side.

وېرونکی راپور؛ ایرانۍ نجونې د ډېر فقر نه خپل رحم په کرايه ورکوي

خبريال وېبپاڼه؛ د ایران د همشهري ورځپاڼې یو راپور په دې هېواد کې غوغا جوړه کړې ده، دا راپور چې د همشهري ورځپاڼې له لوري خپور شو ښيي چې په ایران کې ښځې د زيات فقر او بې وسۍ له کبله اوس خپل رحم په کرايه ورکوي.

ددې راپور په بنسټ د تهران په کوڅو کې اوس ددې ډول مېرمنو او ددې ډول مېرمنو د لټونکو اعلانونه ليدل کېږي چې غواړي د خپلو اړتیاو لپاره خپل رحم په کرايه ورکړي.

ايرانۍ مېرمنو ته ددې لپاره په اوسط ډول ۵۰ ميليونه تومن ترلاسه کوي، په هغه موده کې چې مېرمن د بل نارينه اولاد پخپل رحم کې ساتي د نارینه له لوري ورته د ښه ارام ژوند او خوړو لپاره اضافي روپۍ هم ورکول کېږي.

هغه نارينه چې خپلې مېرمنې يې د اولاد راوړلو قابليت د بېلابېلو سببونو له کبله نلري اوس په دې هڅه کې دي چې د خپل اولاد لپاره کوربه رحم پیدا کړي.

په ايران کې چې اوس هرڅه بې اندازې قيمته شوي دي او د پيسو ارزښت د تاریخ په ترټولو بد حالت کې دي ښځې نشي کولی خپلې اړتیاوې د کار له لوري په سم ډول پوره کړي له همدې کبله اوس دوی د خپل رحم په کرايه ورکولو مجبور شوې دي.

په ايران کې نه يوازې چې مېرمنې له دې ډول ستونزو سره مخ دي بلکې په ټوله کې عام خلک د يوه طرفه له سختو اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي، ددې هېواد حکومت د يوې خوا د امریکا د متحده ايالاتو له بنديزونو سره مخ دی د بلې خوا موجوده بودیجه د حکومت په ځانګړي ډول د مذهبي مشر آيت الله خامنه اي له لوري په نورو هېوادونو کې د خپل نفوذ د زياتولو لپاره مصرف کېږي.

ايران تراوسه په سوریه کې د اسد د حکومت ملاتړ کړی دی او هلته يې په ميليارډونو ډالر په ملېشو او د حکومت په مستقيم ملاتړ لګولي دي ددې ترڅنګ ايران په یمن کې هم د کورنۍ جګړې یو اړخ حمايت کوي چې هلته هم په لوړ مقدار پيسې مصرفوي.

ددې ټولو ناخوالو هخوا په ایران کې اوس د کورونا ويروس واکسین نشتون يو ب ناورين جوړ کړی دی، د ايران حکومت ته ددې هېواد مذهبي مشر ويلي دي چې د غربي هېوادونو څخه دی واکسين نه اخلي.

دې ټولو ناخوالو ددې هېواد د خلکو ژوند ترټولو بد او سخت حالت ته رسولي دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.