The news is by your side.

د پيسو د مدیریت کولو ۷ ګټور هنرونه

خبريال ویبپاڼه؛ که هرڅومره زياتې پيسو ولرو خو ښه مدیریت يې ونکړو نو د ورځې د مياشتې د کال په پای کې به بيا بې خرڅه و او یا به د خپلو موخو څخه لرې و، د پيسو ښه مدیریت هغه هنر دی چې موږ نورو ته د احتیاج څخه خلاصوي او ان د يوې مناسبې بوديجې خاوندان مو کوي.

هغه پيسې چې تراوسه مو نه دي ترلاسه کړې ورباندې حساب مکوئ، د مثال په ډول يوکس باندې لس زره افغانۍ فرض لری او اوس پخپل جېب کې دوه زره افغانۍ لری، نو تاسې دا فکر مه کوئ چې اوس ۱۲ زره افغانۍ لری بلکې تاسې اوس صرف ۲۰۰۰ افغانۍ لری، کېدی شي تاسې هغه پيسې ترلاسه نکړئ نو له همدې کبله پام کوی او صرف موجودې پيسې حساب کړي او همغه ډول مصرف وکړئ.

مارکېټ ته هېڅکله وږي مه ځئ، مارکېټ ته که وږي ولاړ شئ نو هرڅه ته مو زړه کېږي سترګې مو وږې وي او د اړتيا څخه زيات شیان اخلی، مارکېټ ته په داسې وخت کې ولاړ شئ چې ښه ماړه وی، ددې ترڅنګ مارکېټ ته دداسې يو کس سره مه ځئ چې پخپله هغه اړتيا نلري او څه نه رانيسي، دا ډول کس بيا دننه تاسې تشويق کوي او يا څه بې اړتيا شيان درباندې اخلي.

په مارکیټ کې هرڅه مه را اخلئ چې يو ځل يې وګورئ، دا ددې سبب کېږي چې تاسې کې د هغه شي د څښتن کېدو او مالکیت حس پيدا سي او زړه مو وشي چې وايې خلئ.

هڅه وکړئ کورته د نېږدې دوکانونو څخه سودا ونکړئ دوی د بازار د عمومي نرخ څخه مواد قيمته خرڅوي، د خپلې اړتيا وړ شيان مالوم کړي او د عمومي بازار يا لوی مارکېټ څخه یې په يوه وار واخلئ، دا ډول هم درته ارزانه تمامیږي او هم يې په يوه ځل له مسولیت څخه خلاصیږی.

لومړيتوبونه مراعات کړئ، لومړی مو بېلونه ادا کړئ چې وخت یې کم وي او يا ډېر اړين وي، يا کوم داسې يو شئ وي چې تاسې ورته د خپل کار لپاره اړتیا لرئ مو لومړی همغه حل کړئ.

بازار يا مارکېټ ته د تګ په وخت کې کمې پيسې درسره واخلئ هېڅ وخت زياتې پيسې د ځان سره مه ګرځوئ، دا د يوې خوا دا زیان لري چې کېدی شي غله مو جېب ووهي او ټولې پيسې مو يوسي د بلې خوا که په جېب کې زياتې پيسې درسره وي بيا نو د اينده فکر نکوئ او راحت سودا کوئ.

د پيسو مصرف بايد درته مالوم وي، ددې لپاره حتمآ يو لېست يا يوه کوچنۍ کتابچه ولرئ، که مو د پیسو تګ او راتګ سم نه وي مالوم نو هېڅکله نشي کولی پيسې مدیریت کړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.