The news is by your side.

جوبايډن د امريکا په هکله خپله لویه وېره څرګنده کړه

خبريال ویبپاڼه؛ د امريکا ولسمشر جوبایډن چې په يوه حساس او د راتلونکو سلو کلونو سرنوشت ټاکونکي وخت کې د امريکا د مشرۍ چارې په لاس کې واخیستې پرون په یوه غونډه کې د خپلې لويې وېرې څخه پرده پورته کړه.

جوبايډن دا غونډه د امريکا د مهمو کسانو سره جوړه کړې وه په دې غونډه کې هغه په امريکا کې د بنسټيزو ستونزو په هکله خبرې وکړې او ويې ويل چې فوري حرکت ونکړي نو په نړۍ کې به چين د امريکا څخه مخکې شي.

جوبايډن وويل چې د چين د ولسمشر شي جين پينګ سره يې تليفوني خبرې وکړې چې دوه ساعته وخت یې ونيوه ده زياته کړه چې چين په لويو پروژو پيل کړی دی که امريکا په پوره چټکوالي حرکت ونکړي نو د چين څخه به شاته پاتې شي.

جوبايډن وويل؛ هغوی په لويو پروژو پيل کړی دی، موږ بايد چټک حرکت وکړو، که چټک حرکت ونکړو نو چين به زموږ څخه مخکې شي موږ مجبور یو چې چټک شو.

د امريکا ولسمشر جوبایډن همدار د چين او ددې هېواد د ولسمشر په هکله د خپل شناخت څخه هم بحث وکړ او ويې ويل چې د چين او ولسمشر شي جين پينګ په هکله زيات مالومات لري او دوی یې د خپل لومړي معاونیت په دوره کې پېژندلي دي، جوبايډن زياته کړه چې د چين سره د خپلو ګډو ټکو او ګټو په هکله هم پوهېږي خو ددې ترڅنګ روانې سياليۍ ته هم متوجه دی.

د سپینې ماڼۍ څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د امريکا ولسمشر جوبایډن پرون د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره ټليفوني خبرې وکړې چې دې خبرو دوه ساعته وخت ونيوه، په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر جوبایډن د شي جين پينګ سره په بېلابېلو برخو کې لکه د ایغور مسلمانانو، هانکانګ او نورو مسلو په هکله خپل اندېښنه شریکه کړه.

تر دې وړاندې جوبايډن د چين په هکله د ډونالډ ټرمپ له هغه پرېکړې ملاتړ کړی و چې په بنسټ يې چين په سينجان کې ایغور مسلمانان قتل عام کړي دي، جوبايډن په دې هکله ويلي و چې په چين کې د ایغور مسلمانانو د قتل عام په هکله د ډونالډ ټرمپ پرېکړه په ټوله مانا سمه ده او دوی یې مني.

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې د چين څخه خپله وېره څرګندوي چې چين د امريکا څخه په ځینو برخو کې همدا اوس مخته شوی دی، د ۵ جي انټرنټ چې د انټرنټ په برخه کې د يو انقلابي بدلون وړتیا لري چين تر امريکا مخکې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.