جنوبي وزيرستان: ګڼ شمير پاکستاني پوځيان هلاک شوي

خبريال ويبپاڼه /د کرښي هغې جنوبي وزيرستان کې د يوې نښتي په ترڅ کې ګڼ شمير پاکستاني پوځيان هلاک او ګڼو نورو ته سخته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د پاکستان پوځ وايي ، د کرښي هغې خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښته کې څلور پاکستاني سرتیري او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د نن جمعې په ورځ (فبروري) 12) وویل چې وسله والو د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی خو د پاکستان پوځ یې سخت ځواب ورکړی دی.

که څه هم د پاکستان پوځ ویلي چې په نښته کې څلور سرتیري هلاک شوي چې لانس نائیک عمران علي ، عاطف جهانګیر ، انیس الرحمن او عزیز هم پکې شامل دي.

د يادې نښتې پړه پاکستاني مجاهدينو ((د تحریک طالبان پاکستان )) د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا کوي چې تیره شپه په مکین سيمه کې په یوه برید کې 12 پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ سخت نور ټپیان دي.
په جنوبي وزیرستان کې دغه وروستۍ پیښه په داسې حال کې رامینځته کیږي چې د پاکستان پوځ د فبرورۍ په دریمه ویلي وو چې دوی د شمالي وزیرستان په میرالي کې هم په ورته نيښته تر سره کړي د وسله والو د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او بیا هلته د عملیاتو په پایله کې څلور وسله وال وژل شوي وو. هيره دې نه وي چې په ياده نښته کې هم ګڼو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي وه.

که څه هم پاکستاني پوځ ويلي چې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې يې عمليات د ترهګرو خلاف دي او غواړي چې د علمياتو پر مخ په سيمه کې امن راولي.
خو د سمي خلکو خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې پوځ د عملياتو په پلمه غواړي قبايلي پښتانه وځپي ځکه د دوی په وينا پاکستاني پوځ غواړي بيا په دغو سيمو کې تره ګرو ته پټن ځايونه جوړ کړي تر څو خپلي ناروا غوښتنې د کزښي په دواړو غاړو ولسونو ومني.

هيره دي نه وي چې څه موده مخکي د پاکستان پوځ د اطلاعاتو ادارې په يوه ټويټ کې ويلي وو چې پلان لري د کزښي هغې غاړي بلوچستان کچلاغ سيمه کې هم ورته عمليات ترسره کړي.
کچلاغ هغه سيمه ده چې په دې ورستو کې له کړټې څخه د افغاني طالبانو مرکز را انتقال شوی دی.
داسي ويل کيږي چې د طالبانو مشرتابه او ټول طالب مشران همدلته اوسيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More