The news is by your side.

د پوليسو څخه د شکایتونو د زياتېدو تر شا پټ سبب

خبريال وېبپاڼه؛ په دې وروستیو کې په لويو لارو د پوليسو له لوري د موټروانانو د ځورولو پېښې زیاتې شوې دي، په لويو لارو کې موټر چلوونکي موټروانان وايي چې پوليس ورڅخه په زور روپۍ اخلي که دوی ته روپۍ ورنکړي نو بيا يې پوليس يا وهي او يا يې هم د موټر شيشې ورماتوي او سپکې سپورې ورته وايي.

په ځانګړي ډول د کابل کندهار په لويه لاره باندې د موټروانانو د ځورولو پېښې ډېرې زياتې شوې دي، په دې لويه لار کې يوه پوسته نه ده چې ددې ډول ستونزو د ایجاد سبب کېږي بلکې د هر ولايت ترمنځ د ولايت د مرکز او ولسواليو ترمنځ ګڼې پوستې دي چې هره یوه يې د پوليسو څخه سر ټکوي.

ددې مسلې په هکله شکايتونه نوي نه دي، څه موده وړاندې هم دا ډول خبرونه زيات خپاره شول چې وروسته یې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت وياند وويل چې دوی دا پیښې تعقيبوي او که مجرمین وپېژندل شي فوراً به له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي شي نو د کورنیو چارو د وزرات ددې وعدې سره سره اوس هم په چټکۍ سره د لويو لارو څخه د موټروانانو شکایتونه رسنیو ته راروان دي.

ددې وروستيو شکايتونو وروسته د کورنیو چارو وزارت يوې سرچينې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې له څلورو مياشتو راهيسې ډېری پوليسو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي، د يادې سرچینې په وینا چې همدا اوس پوليس په ځینې ولایتونو کې په پخپلو پوستو کې د اعاشې جدي ستونزه نلري، نه پوليسو ته معاش ورکړل شوی او نه هم د اعاشې لپاره څه ورکړل شوي دي.

پوليس مجبور دي چې د خپلو ورځنیو چارو لپاره د موټروانانو څخه پيسې وغواړي، پوليسو نه د خوراک او نه هم د خپلو نورو اړتياوو لپاره د ۴ مياشتو راهيسې پيسې ترلاسه کړې دي‌.

يادې سرچینې زیاته کړه چې د ولسي جرګې له لوري د بودیجې د نه منظورۍ له د کبله د حکومت د ننه د معاشونو د ورکولو او مدیریت ډېری چارې په ټپه ولاړې دي او د حکومت لاس تړل شوي دي‌.

د بلې خوا د ولسي جرګې وکيلان وايي چې د حکومت څخه یې د معاشونو د يو شان کولو غوښتنه کړې وه خو حکومت صرف نيم فيصد د ښوونکو معاشونه زيات کړي دي او بل يې د د ارګ د عملياتي ادارې مصرف راکم کړی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي چې حکومت بايد د پام وړ زياتوالی د معاشونو په زياتوالي کې راولي نه سل افغانۍ او لس افغانۍ.

خو د ولسي جرګې په غړو بيا دا تورونه هم شته دي چې دوی ددې غم نه دي وړي چې معاشونه يو شان شي بلکې دوی د حکومت څخه خپلې شخصي غوښتنې لري چې نه دي منل شوې او اوس دوی ددې په مقابل کې په پرلپسې ډول بوديجه ردوي او په حکومتي ادارو کې ګڼ شمېر کارونه فلجوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.