The news is by your side.

پوهېږی د پښتورګو تجارت څوک کوي؟

خبريال وېبپاڼه؛ په دې وروستيو کې په هېواد کې د يوې بلې ناخوالې څخه د هم پرده پورته شوه، په هرات ولايت کې په لسګونو افغانانو خپل بډوډي يا ګردې د محدودو روپیو په بدل کې خرڅ کړي او خپل ژوند یې په داو لګولی دی.

ددې کسانو عمليات په هرات ولايت کې په یوه ځايي روغتون کې ترسره شوی دی چې اوس نیوکې ورباندې روانې دي، خو خپل بډوډي يا پښتورګي خرڅونکي کسان بيا دا له چا څخه نه پټوي او پخپله یې له رسنیو سره خپل حال شريک کړی دی او ويلي يې دي چې دا کار یې له سختې بې وسۍ او مجبورۍ څخه کړی دی.

د چارو شننونکي او روغتيا پوهان وايي چې په هېواد کې بايد حکومت لاس پکار سي او ددې کار مخه ونيسي که نه دا به په هېواد کې لکه د ترياکو په یو لوی ناوړه تجارت بدل شي.

دا امکان هم زيات دی چې د هرات ولايت څخه دې دا پښتورګي نورو بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي، ويل کېږي دې کسانو خپل پښتورګي د ۳ زرو ډالرو په شاوخوا کې پلورلي دي خو په نورو هېوادونو کې بيا ددې بيه ډېره لوړه او زرګونو ډالره ده.

مخکې له دې چې پېښه د يو لوی تجارت پیل شوي او ډېر افغانان په دې کار اخته شي حکومت باید په روغتونو خپل نظارت زيات کړي او ددې ډول کړنو په جدي ډول کړنو په جدي ډول مخنیوی وکړي.

شننوکي وايي چې حکومت پخپله په فساد کې غرق دی، چارواکي ډول ډول غوښې خوري، په لويو بنګلو کې ژوند کوي هر یو یې د دسترخوان او نورو نومونو له لارې په ميليونونو افغانۍ ترلاسه کوي په ذرې موټرو کې ګرځي خو خلک دومره بد حالت ته رسول شوي چې پخوا به یې خپل کوچني اولادونه خرڅول او اوس د خپل بدن غړي خرڅوي.

پکار ده چارواکي نور په شوي فساد ماړه وي نور دا د ملت له جېب څخه غلا کړې پيسې ددوی ټول نسل هم نشي خلاصولی نور دې له قارونیته تېر شي او ددې دربدر ملت په حال دې رحم وکړي او دې خلکو ته دې کاروبار او روزی ترلاسه کولو یوه طریقه او لاره ومومي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.