The news is by your side.

ولې د ښځينه و نظر نارينه و ته ډېر ساړه (يخ) کېږي؟

خبريال ویبپاڼه؛ تر ډېره مو که پام شوی وي نو د ښځو د نارينه و څخه زيات يخ کېږي، د ژمي په مياشتو کې که نارينه په ورځ کې يو دوه ساعته يا صرف په داسې وخت کې چې واقعاً يخ وي لګوي خو ښځينه بيا چې لږ بېکاره شي سمدلاسه بخارۍ لګوي، داسې هم وي چې په کور کې ټول نارینه بيرون ته ځي راځي خو بخاری نه لګوي او يخ یې نه کېږي خو نجونې يا ښځې چې په کوټه کې ارامه ناستې هم وي يخ بې کېږي.

خو په دې هکله ساينس څه وايي، ولې ښځې د نارينه و په پرتله د يخ سره ډېر حساسیت لري او نه يې شي زغملی، ساینس ددې ځواب دا ډول وايي؛

د نارينه و څخه د ښځينه و زیات يخ کېدل د ښځینه و په بدن کې د عضلاتو د کم والي له کبله دي، د نارينه و بدن د ښځو څخه زيات عضلات لري او دا يې د يخنۍ مخنيوي کوي خو د ښځینه و بدن بيا لکه د نارينه و د بدن دومره عضلات نلري.

ساينس پوهان وايي چې عضلات پخپله په بدن کې د تودوخې د جوړېدو په پروسه کې ونډه لري او د نارينه و د بدن زيات عضلات د يخنۍ څخه ددوی ساتنه کوي، خو له بده او يا هم له نېکه مرغه چې د ښځينه و بدن بيا دا ډول عضلات ډېر کم لري.

ددې ترڅنګ په ښځينه و کې د جنسیت هورمون هم په دې برخه کې خپل رول لري، د اوستروجن هورمون چې د ښځينه و د جنسیت هورمون دی د وينې د ټينګېدو سبب کېږي او دا پخپله په کوچنيو رګونو کې د وینې د جريان د ورو کېدو سبب کېږي د کوم سره چې تودوخه هم کمېږي.

ساينس پوهان همدار راز وايي چې د ښځينه د بدن دننه تودوخه په اصل کې زیاته ده، او همدا سبب دی چې دوی د لژ يخنۍ سره فوري حساسیت ښيي، ځکه دوی ګرمې عادت شوې دي.

ددې ترڅنګ يو بل سبب هم د نارينه و د مېټابوليزم سرعت دی، د نارينه و د بدن مېټابوليزم چټک دی او دا چټکتیا ددې سبب کېږي چې په بدن کې دننه زیاته تودوخه رامنځته شي، خو د ښځینه و د بدن مېټابوليزم بيا تر نارینه و ۲۳ سلنه ورو دی او دا پخپله ددې سبب کېږي چې چټکه تودوخه رامنځته نشي.

څېړنې ښيي چې د ښځو لاسونه، پښې او د غوږونه تر نارینه درۍ درجې زيات يخېږي او يخ درۍ درجې ژور حس کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.