The news is by your side.

جوبایډن به د ګوانټنامو زندان وتړي؟

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د نورو تازه اقداماتو ترڅنګ د امریکا د ګوانټنامو زندان د ارزولو په موخه هم اقدام کړی چې موخه به يې دا وي ترڅو دا زندان وتړي.

ګوانټنامو زندان د کیوبا ټاپو کې پروت دی چې ډیری شکونه او جنجالونه يې هم زیږولي خو لاهم تراوسه د امریکال له لوري یو شمېر زندانیان پکښي ساتل کیږي د سپیني ماڼۍ څخه خپاره سویو مالوماتو  کې راغلي چې د امریکا د امنیت شوره له لوري د ګواانټنامو زندان د تړلو په هکله خبرې پیل سوې او نتیجه به ورکړي.

دا پوښتنه چې بایډن به د خپلې واکمنۍ تر پایه دا زندان وتړي؟ داسې ځواب سول زموږ همدا نیت دی چې زندان وتړل سي خو قانوني مراحلوته به ګورو.

د سپینې ماڼې ویاندې جن ساکي ویلي ښايي یوڅه وخت وغواړي خو له یو شمېر ادارو سره خبرې روانې دي او قانوني اړخونه هم ورته سنجول کیږي

تراوسه پوري د امریکا دولت د ګوانیټنامو زندان د تړلو لپاره یوه پریکړه نه ده کړې خو د د بایډن ادارې ادعا کړې  چې دا زندان به تړي او خپلې هڅې يې روانې کړې دي دا زندان په عراق او افغانستان کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا د وخت د ولسمشر جورج بوش له لوري جوړ سو، چې تر ډیره بریده د عراق افغانستان او القاعده شبکې څخه نیول سوي زندانیان پکښي ساتل کیدل.

د ګوانیټنامو زندان د تړلو ادعاوي د ۲۰۰۷ کال راپه دې خوا تر سره سوې خو تراوسه پوري لاهم د دې جنجالي زندان دروازې خلاصې دي بارک اوباما ټرمپ او اوس بایډن په دې هکله ویلي چې دا زندان به تړي.

ګوانټنامو کې څومره زندانیان سته؟

ښايي له ډیرو کسانو سره دا پوښتنه وي چې په ګوانټنامو به کې زیات شمېر زندانیان ساتل کیږي ځکه په نړیواله کچه دا خورا لوی او نامتو زندان دی  خو د ګوانیټانو زندان په جوړیدولو سره دلته ۸۷۰ تنه زندانیان ساتل کیدل چې ۷۳۱ يې نورو هېوادونو ته انتقال  سوي نهه تنه يې مړه سوي او تراوسه ۴۰ تنه زندانیان لا هلته پاتي.

امریکا ادعا لري چې په ګوانټنامو زندان کې يې ډیر خطرناک زندانیان ساتلي او هغه کسان چې د لته ساتل کیږي د امریکا د ملي امنیت لپاره لوی ګواښ دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.