The news is by your side.

د ننګرهار کانال د چرګانو فارم بیا فعالیږي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار کانال د چرګانو فارم یو ځل بیا فعالېدو سره به څلوېښت ورځو کې ۱۳ زره د چرګانو تولید وکړي.

د ننګرهار کانال د چرګانو د روزنې فارم یو ځل بیا فعاله کیږي چې هرو څلوېښت ورځو کې به ۱۳ زره د چرګانو تولید وړاندې کړي.

د ننګرهار کانال ریاست مسؤولین وایي، د یادې ادارې د چګانو پخواني تخریب شوي فارم په بیا جوړېدو یې پیل کړی چې په فعالیت سره به هرو څلوېښت ورځو کې ۱۳ زره چرګان بازار ته وړاندې کړي چې په کې به شاوخوا ۵ سوه کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د کانال د چرګانو د روزنې مدیر سید عارف سادات وایي، د جوړېدونکي فارم څخه به په هر پوړ ۴۰ ورځو کې ۱۳ زره چرګان او د کال په اوږدو کې به ترې تر اتیا زره پورې غوښین چرګان تولید شي.

هغه زیاتوي د یاد عصري فارم په فعالېدو سره به د کانال شرکت عواید لوړ او تر ۵۰ کورنیو ته په مستقیمه توګه او همدارنګه په غېرې مستقیمه توګه د روزګار زمینه هم برابره شي.

د چرګانو د روزنې مدیر وايي په پلان کې لري چې د خپلو شته فعالیتونو ترڅنګ د وطني هګیو نوعه چرګو ساتنه او د غوښې په منظور مړزان او فیل مرغان هم تولید کړي.

د کانال شرکت رئیس عبدالقهار حېدري وايې، د ملي پراختیا ادارې د پاملرنې به ترڅ کې به دغه چور شوي د چرګانو فارم دوباره جوړ او تولیدات به يې د ننګرهار ولایت سربېره کابل او نورو ولایتونو خلکو ته به په صحي شکل، کم قیمت او د کافي وزن په لرلو سره هېوادوالو خدمت ته وړاندې کړي.

حېدري وايې د چرګانو د فارم رغنیزې برخې لکه د شیټونو پاکول، ترمیم او احاطې چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به د نوموړي فارم زیانمې برخې ترمیم او د چرګانو روزنې په عصري فارم به بدل شي.

د یادونې وړۍده چې ۲۳ کاله وړاندې د کانال د چرګانو روزنې فارم د هډې اړوند ثمرخېلو قوریې کې شتون درلود چې په څلورو خونو کې یې د ۱۳۳۰۰ چرګانو د تولید ظرفیت درلود.

مخکې له دې هم په دغه ولایت کې ۱۱۵ جریبه ځمکه کې د ۱۳ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو روزنې، د چرګوړو د تولید او چرګانو ته د خوراکي توکو د تولید فارم جوړ شو.

د چارواکو په وینا یاد فارم د اوړي او ژمي په موسم کې ۱۰ میلیونه هګۍ بازار ته وړاندې کوي او شا او خوا ۱۰ زره کسانو ته‌ یې د کار زمینه برابره کړي.

دا په داسې مهال کې ده چې مخکې به په زیاته اندازه د چرګانو هګۍ او یو ورځني چرګوړي له پاکستان څخه هېواد ته را واردېدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.