The news is by your side.

د نارينه و‌ لپاره د قهوې يوه ځانګړې ګټه وپېژندل شوه

خبريال ویبپاڼه؛ د رګونو کلک والی يو له هغه روغتيايي ستونزو څخه دی چې د ډېری کسانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، په ځانګړي ډول د رګونو کلک والی په نارينه و کې زيات رامنځته کېږي او د ډېر وخت لپاره دوام کوي، په دې باندې قهوه ډېر ښه تاثیر لري، قهوه قوي انتي اوکسيدان لري چې د رګونو د شخ والي مخه نیسي.

په رګونو کې رامنځته کېدونکی هر زيان ټول بدن ته ضرر لري، په ځانګړي ډول هر غړي ته تللي رګونه چې خراب شي نو بيا هغه غړی د اوکسيجن له کمښت سره مخ کېږي او دا بيا نورې بېلابېلې ستونزې راپيدا کوي.

د قهوې د ګټو او زيانونو په هکله کلونه کېږي چې خبرې او بحثونه کېږي، خو په دې وروستيو کې په هسپانیا کې ترسره شوې يوې څېړنې د قهوې يوه متفاوته ګټه پيدا کړه، ددې څېړنې په بنسټ هغه نارينه چې په ورځ کې يو ګيلاس قهوه څښي د نورو نارینه و په نسبت ۱۵ سلنه لږ د بې اولادۍ له ستونزې سره مخ کېژي، په دې مانا چې ددې ډول نارينه و جنسي مواد روغ وي او تر ډېره مهاله کولی شي خپله مېرمن حامله کړي

پوهان وايي چې د رګونو شخ والي ددې سبب کېږي چې د وينې فشار لوړ شي د وینې لوړ فشار بيا دې ته سببيت ورکوي چې د زړه عضلات ستونزه وويني ځکه د زړه عضلات د زياتې وینې پمپ کولو هڅه کوي او دا ددې سبب کېږي چې د زړه عضلات د وخت په تیریدو کم زوري شي.

ددې ترڅنګ پوهان وايي چې په ورځ کې ترټولو زياته بايد دوه ګيلاسه قهوه وڅښل شي او له دې څخه زیاته نشي، د پوهانو په خبره چې قهوه په عين زمان کې د ځيګر د التهاب او غوړېدو مخنیوی هم کوي، خو ددې ترڅنګ پوهان وايي چې زياته قهوه څښل بيا د زړه لپاره ښه نه ده.

د روغتيا پالانو په خبره چې پخوا به د زړه او رګونو ناروغۍ په ۵۰ کلنۍ پيل کېدې خو اوس دا تر ۳۰ کلنۍ راټيټه شوې ده او ان ځوان کسان د زړه او رګونو په ناروغیو اخته کېږي، ددې سبب ناسم او غوړ خواړه، بې حرکته ژوند کول، چاپيريال او نور دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.