The news is by your side.

ناټو په افغانستان کې د ښه وخت لټه کې ده

خبریال ویبپاڼه/ د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر دفتر د هوکړې سره سم تر راتلوونکي مي میاشت پوري باید له افغانستانه بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو اوس د بهرنیو ځواکونو موضوع لږ جدي سوې.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونوویلي چې دوی به تر ښه وخت افغانستان کې پاتي سي او په دې بد وخت کې افغانستان یوازي نه سي پرېښودلای.

سټولټنبرګ زیاته کړې د سولې خبرې په نازکو حالاتو کې دي او اوسنی د تاوتریخوالی هیڅ د منلو وړ نه ده ځکه نو دوی افغانستان کې د ښه حالاتو او شرایطو په لټه کې دي.

د بهرنیو په حضور سره ښه وخت راتللی سی؟

د دې دولت په لومړیو کې تر یو نیم لک زیات بهرني سرتیري په افغانستان کې میشت وو، خو اوس د دې سرتیرو شمېر ۱۲نیم زره ته کم سوی ایا د دې کم شمېر بهرنیو سرتیرو په حضور کې به پر افغانستان راسي؟ تراوسه پوري بهرنیانو خپل شتون د ښه امنیت او سولې تامین لپاره نه دی ثابت کړی.

امریکا او ناټو په خپلو نویو پریکړو کې ویلي چې د مي  په میاشت کې خپل سرتیري نه باسي او پردې تمرکز کوي چې د سولې روانې خبرې بریالۍ کړي خو د دواړه اړخونو په خبره چې د طالبانو له لوري د قطر هوکړه سمه نه ده عملي سوې او  په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده.

د ناټو سرمنشي ویلي طالبان دي د سولې د ښه نیت لپاره تاتریخوالی کم کړي او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره دي اړیکي پرې کړي زموږ د ټولو موخه روښانه ده.

سبا چهار شنبې به د ناټو دفاع وزیران غونډه کوي او د افغانستان د نظامي ماموریت پر  څرنګوالي شتون او نه شتون به خپل بحث کوي، خو لا له وړاندې ښکاري چې ناټو به د افغانستان په برخه کې خپله پریکړه کوي او د مي په میاشت کې به خپل سرتیري له افغانستانه نه باسي دا څرګندونې تیره ورځ یو شمېر معتبرو سرچینو کړې وې؟

له دې پریکړي ووروسته ایا جګړه؟

که څه هم په افغانستان کې د جګړې اور نه دی مړ سوی خو په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې تود سوی چې له امله يې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

طالبان په خپلو لیکو کې د خفه طالبانو په خوشحاله کولو او د یوې نوې جګړې د پیل لپاره چمتوالی نیسي داسې فکر کیږي چې دا جګړې به سختې هم وي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.