The news is by your side.

د نړۍ هغه سیمې چې د انسانانو ورتګ منعه دی

خبریال ویبپاڼه/ په نړۍ داسې ډیر ځایونه سته چې انسانان هلته د ورتګ اجازه نه لري او ورتللی نسي ښايي د دې ځایونو پيژندل درته جالب و اوسي زموږ سره يې په دې  مطلب کې ولولئ.

۱- واله دو جاواری برازیل کې

دغه ځای په برازیل هېواد کې موقیعت لري چې د نړۍ له لویو توریستي ځایونو  څخه شمېرل کیږي، پدې سیمه کې لوی قومونه او عجب قومونه ژوند کوي  ژوند کوي دې ځنګلي سیمو ته دولت ځکه ورتګ منعه کړی ترڅو د لته د میشتو خلکو امنیت خوندي سي دا خلک چې د لته ژوند کوي  ځنګلي او  دباندې محیط سره هیڅ تړاو نلري او داسې هم کیدلای سي انسانانو ته د سارې ناروغیو د انتقال سبب سي ځکه نو زموږ او تاسو غوندي خلک له دې ځایه لیدنه نسي کولای.

۲-کوریا کې د ډی ایم یا ملکي  سیمه

دا سیمه له نوم څخه برعکس ښايي د ځمکې پر مخ تر ټولو لویه نظامي اډه و اوسي او د لیدونکو پرمخ بلکل تړلې سیمه ده دا سیمه دومره لویه ده چې د سهیلي او جنوبي  کوریاوو ترمنځ پوله جوړوي دا دومره منعه سیمه ده چې رسمي مقامات هم هلته د ورتللو اجازه نلري

۳-د مارانو ځمکه برازیل کې

دغه ځای د نړۍ پرمخ تر ټولو خطرناک او  د انسانانو د ورتګ منعه کوونکی ځای دی دغه له خورا خطرناکو مارانو ډک دی، دا ماران پدې سیمه کې بند پاتې دي او د دوی شمیر ورځ په ورځ ډیریږي ځکه نو  له همدې امله هلته د انسانانو د ورتګ اجازه نسته

۴-روسیه کې د مژکوري سیمه

دا سیمه د ورتلوونکو او لیدونکو پرمخ په کلي توګه بنده ده او د لته د روسیې هېواد وسلې او مهمات ساتل کیږي او هیڅوک حق نلري چې له هغه ځایه لیدنه وکړي

۵- شمالي سینټینیل ټاپو امریکا کې

په ۲۰۱۸ کال کې د دې سیمې د اوسیدونکو له لوري یو امریکا يي په قتل رسیدلی وو، چې له هغه وروسته پریکړه وسوه چې له دې ځای به څوک لیدنه او کتنه نه کوي د دې سیمې اوسیدونکي له بیروني چاپیریال سره هیڅ اړیکه نلري.

۶-فرانسه کې د zone Rogue سیمه

دا سیمه هم د نړۍ له ممنوعه سیمو  څخه شمېرل کیږي چې د فرانسې په شمال شرق کې موقیعت لري، له دې سیمې لیدل او ورتلل له لومړۍ نړیوالې جګړې را وروسته وضعه سول، ځکه دغه سیمه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال سخته زیانمه سوې ده په دې سیمه کې اوس هم د انسانانو او حیواناتو د جسدونو پاتي شوني او منفجره مواد موجود دي، ځکه نو ورتګ منعه دی

۷- د الټیمیرا غار هسپانیه کې

دا غار په هسپانیه کې یوې مشهورې سیمې ته نږدې موقعیت لري، دا غار د پخوانیو نقاشیو په لرلو سره خورا مشهوره سوی دې غار ته ورتګ په ۱۹۷۷ میلادي منعه سوی، دې غار ته ورتګ ځکه منعه سو چې د هغه مشهوره نقاشیو خرابولو سبب کیده

۸- د سوازبارډ تخم نړیوال خزانه ، ناروې کې

دې  ساحه کې د نباتاتو د روغتیا ساتنه کیږي چې په هیواد کې دننه شتون لري، دلته هم څوک د ورتګ اجازه نلري او د ورتلوونکو پرمخ يې دروازه بنده ده

۹- پاین چیټ ، په آسټرالیا کې

دغه سیمه د نړۍ یوه له هغه ساحو څخه شمېرل کیږي چې  ورتلل هلته منعه دي ځکه دا ساحه په دې ساتل کیږي چې نظامي او د امریکا د پرمختللو ادارو له لوري ساتل کیږي.

۱۰-د مړو ټاپو امریکا کې

دغه د نړۍ بله منعه سیمه ده چې زرګونه ډول بیوزګانې هلته ژوند کوي د دې ټاپو بیزوګان د هرپسB په نوم یوه ویروس باندې ککړ دي په همدې خاطر دا سیمه ساتل سوې ترڅو هیڅوک په دې ویروس اخته نه سي

۱۱- په سان فرانسیسکو کې د فرعون ټاپو

د فرعون ټاپو چې هم  امریکا کې موقیعت لري جالب او ډول ډول حیوانات پکښي ژوند کوي شاوخوا ۳۰ مایله له کالفورنیا څخه لیري ده دلته ځکه تلوونکو اولیدونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دې حیواناتو ژوند ته خطر پیښ نه کړي

۱۲- هارډ او مکډونلډ ټاپوګان ، آسټرالیا کې

دغه دوه ټاپوګان هم د انسانانو له لید څخه نه دي برخمن او په دوامداره توګه له دې سیمې څخه ساتنه کیږي او کچیري کوم څوک دې سیمې ته داخلیږي باید رسمي جواز ولري، دا ځکه چې مرغۍ ، پینګوین او نور څارویان کولی شي په اسانۍ سره پدې سیمه کې ژوند وکړي.

۱۳- د شمالي ورور ټاپو ،  امریکا کې

دغه ټاپو، د یوې ترخې ماضي په لرلو سره نیویارک کې موقیعت لري او اوس هم په دې ټاپو کې ژوند نه کیږي دغه ټاپو  په ​​تیرو کلونو کې د ټیفایډ په نوم د یوې تبې له امله چې خپره سوې وه قرنطین سوی وو، چې یو شمېر اوسیدونکي يې په نشه هم اخته سوي وو، له هغې وروسته دې ټاپو ته بیا انسانان نه دي تللي او اوس هلته یوازي مرغان ژوند کوي.

۱۴-د لاسکو غار فرانسه کې

د دې غار دیوالونه د پخوانیو ارزښتمندو رسمونو په درلودلو سره خورا مشهوره ده له دې غاره لیدل په ۱۹۶۳ کال کې منعه سوي وو ځکه چې دې سیمې ته د سیلانیانو راتګ د میکروبونو او فنګسونو د ودې لامل سوی و.

۱۵- د جین سو میوزیم ، چین کې

دغه موزیم چین کې موقیعت لري او یو له ممنوعه سیمو څخه شمېرل کیږي، که څه هم یومیان او د چین اوسیدونکي د لته د ورتګ اجازه لري اما هیڅ بهرنی کس دې موزیم ته د ورتللو اجازه نلري، علت يې دادی چې د چین له پټو رازونو، وسلو او مهماتو څخه څوک خبر نه سي.

۱۶-شمالي کوریا کې ۳۹ نمبر خونه

۳۹ نمبر خونه  په شمالي کوریا کې یو له هغه ځایونو څخه شمېرل کیږي چې ورتلل يې منعه سوي، دا خونه په یوه لویه ودانۍ کې موقیعت لري چې محلي او رسمي کسان له هغه ځایه لیدنه نسي  کولای.

۱۷-صحرا او میرا په اسټرلیا کې

دغه سیمه چې لیدل او ورتلل پکښي  منعه سوي یوه نظامي اډه ده چې د امنیت او ساتنې لپاره يې زیات کسان ګمارل سوی دا سیمه شاوخوا ۲۲ زره کلیومتره مربع مساحت لري له ۱۹۴۷ کال را په دې خوا ورتلل پکښي منعه سوي

۱۸- پګلییا ټاپو

دغه ټاکو خورا خطرناکه تاریخ لري، یوڅه وخت دا سیمه کې  قرنطین سوې، او د روانې ناروغانو روغتونونه پکښي جوړیدل ، خو اوس مهال دا سیمه د ټولو پرمخ تړلې

۱۹- اسیس لوی معبد ، جاپان کې

دغه لوی معبد په چاپان کې هېواد کې دی چې عمومي ورتګ او لیدل پکښي منعه دي یوازي د شاهي کورنۍ غړي او کورنۍ حق لري له دې ځایه لیدل وکړي د دې معبد شاوخوا د لرګیو دیوالونو دي چې هیڅوک پکې ننوتلی نسي.

۲۰- سورټسي ټاپو ، آیسلینډ کې

سورټسي ټاپو په ایسلنډ کې یو نوی ټاپو دي چې د اور غورځوونکو غرونو له لوري جوړ سوی دا ټاپو په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې اعلان سو یوازي کمه اندزه څيړونکي کولای سي له دې ټاپو څخه لیدنه وکړي.

۲۱ د البرټراس ټاپو ، آسټرالیاکې

دغه ټاپو د لویو مرغانو لپاره ځانګړی سوی او نژدې ۴۰ سلنه مرغانو په همدې ټاکو کې اوسي د لته د لیدونکو او ورتلوونکو لپاره بندیزونه لګیدلي یا په بل عبارت هیڅ انسان نسي کولای چې د دې مرغانو پر قلمرو پښه کښېږدي

۲۲- فورت ناکس امریکا کې

فورټ ناکس په امریکا کې یوه نظامي اډه د لته طلا او داسې نور قیمتي شیان ساتل کیږي له همدې امله د لته ورتګ منعه دی او ۳۰ زره سرتیري د دې ځای ساتنه کوي

۲۳- میټرو دوه ، په روسیه کې

میټرو دوه په مسکو کې تر ځمکې لاندې محافظتي سیسټم دی تراوسه پوري دې ځای ته ورتګ او لیدلو د بندیز په هکله مالومات نه دي خپاره سوي او خپله د روسیې اوسیدونکي هم حیران دي چې دا ځای ولي پټ ساتل سوی.

۲۴- د ناسا ټاپو ، په کارابین کې

دا ټاپو په امریکا پوري مربوطه ده، دا بله هغه سیمه ده چې عادي خلک د ورتګ اجازه نلري علت دا ښودل سوی چې د دې ټاپو په سمه توګه ساتنه وسي خو یوڅو څيړونکو هلته خپل قدموه ایښي

۲۵ د کوکا کولا ګودام، امریکا کې

د کوکولا ګودام له سلګونو کلونو را په دې خوا په یوه راز اوښتی او تراوسه هیڅوک نه پوهیږي چې هلته ورتګ ولې منعه سوی، ځینې ​​خلک پدې باور دي چې د اصلي کوکا کولا تولید لپاره پدې ګودام کې پټ فارمولونه شتون لري چې هیڅ څوک یې باید په اړه ونه پوهیږي.

۲۶دمایا خلیج په ټایلنډ کې

دا سیمه خورا مشهور ساحلونه لري چې په تیرو وختونو کې ډیری فلمونه  هم پکښي  ثبت سوي دي، خو د ټایلنډ دولت په ۲۰۰۸ کال کې په عامه ډول له دې ځایه پر لیدلو او ورتللو بندیز ولګاوه ترڅو د دې ځای د ایکو ږغ سیسټم څخه ساتنه وسي

۲۷شاهي هوايي ځواک انګلستان کې

ښايي له لیري دا سیمه د لویو توپونو څخه ډکه مالومه سي خو په دې سیمه کې د انګلستان شاهي ځواکونه شتون لري د لته ورتګ په ۲۰۰۶ کال کې منعه سو، او د لته پر ورتګ جزاوي هم وټاکل سوې، دا ګام د هېواد د ساتنې لپاره اخستل سوی

۲۸- د ګوګل د معلوماتو مرکز ، متحده ایالات

په متحده ایالاتو کې د ګوګل ډیټا مرکز پدې برخه کې ستاسو معلومات خوندي کوي، د ګوګل ټول معلوماتي مرکزونه امنیتي موقعیتونه لري او لیدونکو ته اجازه نسته چې هغو ځایونو ته ولاړ سي اوننوزي، دلیل یې د هیواد پټو معلومات خوندي کول دي.

۲۹- د ملکې تخت انګلستان کې

د بکنگهم کلا نړۍ کې یو له هغه ځایونو څخه دی چې باید تل ولیدل سي خو په دې ځای کې د ملیکې تخت دی چې هیڅوک يې د لیدلو حق نلري په ۱۹۸۲ کال کې یو سړی دې اطاق ته ننوتی او دا تخت يې مات کړ، له هغه راوروسته دې  ځای ته ورتګ منعه اعلان سو.

۳۰- چاویز غار ، فرانسه کې

دغه غار د فرانسې په جنوب کې  موقیعت لري چې دیوالونه په تاریخي نقاشیو رسم سوي دي چې  په ۱۹۹۴ کال کې  دې غار څخه عمومي لیدنې بندې سوې دلیل یې دا دی چې لیدونکي پدې کې تاریخي یادګارونو ته زیان و نه رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.