The news is by your side.

ژمنیو طوفانونو 150 میلیون امریکایان اغېزمن کړي

خبریال وېب پاڼه/ د دوام دارې واورې اورېدنې او سړو د امریکا متحده ایالاتونو په زیاتو برخو او په ځانګړې توګه د جنوبي ایالاتونو له ډلې ټکزاس یې په سخت وضعیت کې دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ د اضطراري حالت اعلامیې تصویب کړه او حکومت ته یې اجازه ورکړه چې د بې سارې یخنۍ لپاره د فډرال تمویلات او امکانات وکاروي.

د امریکا د هوا پېژندنې ادارې 150 میلیون وګړو ته خبر داری ورکړی چې له بې ځایه او ضروت پرته سفر کولو څخه ډډه وکړي او د ژمي د سختو شرایطو او برېښنا احتمالي بندیز لپاره دې چمتو اوسي.

که څه هم د ژمي په موسم کې د امریکا مرکزي او شمال ختیځ ایالاتونه له سختې سړې هوا سره مخ کېدا یې عام وي خو سږ کال د سړو نوې څپې د امریکا واشنګټن او کالفرنیا ایالتونه اغېزمن کړي او تر یو څه حده شدیدې واورې اورېدنې سویلي ایالتونه لکه، تګزاس، کنټاکي، مي سي سي پي، الاباما، اورګان او کلاهاما هم سپین را اړولي دي.

د یکشنبې په ورځ د تګزاس یوازې د هیوسټون په ښار کې د سړکونو د یخوالي له کبله 120 پېښې شوي دي.

د شنبې پر ورځ د سي بي اېس هوا پېژندنې پوهانو د سړې هوا او واورې اورېدنې د شاوخوا 400 رسکارډونو وړاندوینه وکړه.

د فبرورۍ میاشت په امریکا کې سخت ساړه وي او اورښتونه هم په کې زیات وي.

دا مهال را رادې خوا په اسیایي هېوادونو کې ژمی په پای ته رسېدو او پسرلی د راتلو په حال کې دی، هوا یې معتدله شوې او ورو ورو د ګرمېدو په حال کې ده، خو په امریکایي او اروپایي هېوادونو کې ژمی پیل شوی او ورسره څنګ یې تازه د بارانونو او واورې شدید اورښتونه پیل شوي چې وخت نا وخت ترې د سختو زیانونو خبر هم ورکول کیږي.

هر کال په یادو هېوادونو کې د سختو اورښتونو له کبله یو شمېر خلک ژوند له لاسه ورکوي او د سړکونو د یخوالي له کبله هم مرګوني ټرافیکي پېښې را منځته کیږي.

دا مهال اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د هوا په سړېدو سره د کرونا مثبتې پېښې هم زیاتې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance