The news is by your side.

هغه معاينات چې د اومېدوارۍ په وخت کې بايد حتماً وشي

خبريال وېبپاڼه؛ د امیندوارۍ په موده کې د ډاکټر ته په منظم وخت تلل خورا مهم دي. ځکه د ماشوم په منظمه توګه معاینه کول او پاملرنه ورته کول، کولی شي د زېږون په وخت کې ډېره موثره وی، او په همدې دې توګه د امیندوارۍ ښځې او ماشوم زیږون کې د رامنځته کېدلو ستونزو څخه مخنیوی وکړي.

په دې لیکنه کې به تاسو ته پر دې موضوع بحث وشي. چې یوه اومیندواره ښځّه باید کله د معاینه کولو لپاره ډاکټر ته لاړه شي.
دا چې د اومیندوارۍ دوره یوه ډېره اوږده دوره ده او شاید تاسې ډېر اړ شئ، چئ د معاینه کولو لپاره ډاکټر ته لاړ شئ نو تر هر څه دمخه دا ضروري خبره ده، چې تاسې د ځان لپاره یوه ښځینه ډاکټره وټاکئ.مانا دا چې یوه داسې ډاکټره وي چې تاسې وکولی شئ پرته له شرم څخه ورسره خبرې وکړئ.
د یوهعادي حمل لپاره لږ تر لږه باید تاسې اته ځله ډاکټر ته لاړ شئ .چې په لاندې ډول ښودل کېږي:
۱ـ لومړۍ معاینه د امیندوارۍ له شپږو څخه تر لسو اونیو پورې ترسره کیږي.
۲ـ دوهم معاینه باید د امیندوارۍ د 16 او 20 اونیو ترمینځ ترسره شي .
۳ـ دریم معاینه باید د 26 او 30 اونیو ترمینځ ترسره شي .
۴ـ څلورم معاینه باید د 31 او 34 اونیو ترمنځ ترسره شي.
۵ـ او پنځمه معاینه باید د 35 او 37 اونیو ترمنځ ترسره شي.
۶ـ د حمل شپږمه ، اوومه او اتمه معاینه باید په ترتیب سره په 38 ، 39 او 40 اونیو کې ترسره کیږي.
د یاد شویو وختونو څخه پرته که چېرې تاسې ته د کوم درد احساس کېږي، او یا هم له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ، نو له ډاکټرې سره په اړیکه کې شئ، او د خپلې ستونزې په اړه ورسره د لیدنې وخت وټاکئ.
د دې ترڅنک که چېرې تاسې ته ډاکټر د زېږون څخه دمخه او یا هم د اومیندوارئ پر محال د وینې معاینات لیکي او یا هم د جږ او ټيټ فشار لېدلو ټيسټونه وي، نو باید چې په خپل وخت سره لاړې شئ.
د ماشوم معاینه کول به په څه ډول وي؟
د امیندوارۍ ازموینې معاینو په پیل کې ، ډاکټر به په تیرو لیدنو کې وړاندې شوي د ازموینو پایلو ته بیاکتنه وکړي. او ممکن د مور او ماشوم د روغتیا معاینه کولو لپاره پوښتنې وکړي. د دې لیدنو په جریان کې ، ډاکټر به معاینه ترسره کړي ترڅو د امیندوارۍ پرمختګ او کیفیت معاینه کړي. عموما ، د امیندوارۍ اونۍ پورې اړوند ، ستاسو ډاکټر به لاندې ازموینې ترسره کړي:
۱ـ د مور وزن اندازه کول او د وزن لوړېدو چیک کول.
۲ـ د وینی فشار اندازه کول.
۳ـ د لاس پړسوب او یا هم د بدن د نورو برخو.
۴ـ د معدې معاینه ترڅو د هرډول معدې ستونزه او زخمونو معاینه وکتل شی.
۵ـ جنین موقعیت کتل.
۶ـ د امیندوارۍ ښځې د نس اندازه کول، ترڅو د تېرې میاشتې سره یې توپیرونه وکتل شي.
۷ـ د درې میاشتو څخه وروسته د ماشوم د زړه اواز ته غوږ نیول.
لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.