هغه هېواد چې ترټولو زیاتې ساينس پوهانې مېرمنې پکې ژوند کوي

خبريال وېبپاڼه؛ په نړۍ کې د ژوند شرایط د انسانانو لپاره يو شان نه دي، په ځانګړي ډول دا شرايط د ښځينه و لپاره بيا تقريباً په هرځای کې منفي بدلون کوي، له همدې کبله ويلای شو چې د ساينس په برخه کې د ښځو شمېر ډېر کم دی.

خو بيا هم ځینې هېوادونه شته دي چې هلته اوس د جنسيت تفاوت ډېر کم پاتې دی او دواړه طرفونه ښځينه او نارينه د يو ډول فرصتونو څخه برخمن دي، او همدا سبب شوی دی چې په ځينو هېوادونو کې ښځې په هره برخه کې کم تر کمه نيمايي يا زياته ونډه ترلاسه کړي.

د ساينس په برخه کې هم د ښځو شمېر په ټوله نړۍ کې کم دی، شمېر يې کم دی خو کيفيت یې بیا برعکس لوړ دی همدا اوس په نړۍ کې ډېری ههم ساینس پوهان ښځې دي او د انسانیت لپاره په خدمت بوختې دي.

خو د نفوس د تناسب د مراعت سره د نړۍ ترټولو زیاتې ساینس پوهانو په ناروی هېواد کې ژوند کوي، ناروې چې د شمالی اروپا یو سوکاله او پرمختللی هېواد دی د ټولو ساینس پوهانو ۵۵ سلنه يې مېرمنې دي، ناروې د ساينس په برخه کې نړۍ ته هر وخت د پام وړ خدمتونه کړي دي.

په اروپايي ټولنه کې بيا تر ناروې وروسته ترټولو زياتې ساينس پوهانې مېرمنې په لیتوانیا کې ژوند کوي، په دې هېواد کې د ښځو شمېر هم زيات دی او د ژوند امکانات او فرصتونه هم د ټولو لپاره يو شان دي، د ليتوانيا وروسته بيا ددې هېواد ګاونډی لېتوانيا ترټولو زیاتې ساینس پوهانې لري.

ترکيه بيا د ۳۵ اروپايي هېوادونو په قطار کې په ۱۷ نمبر راغلې ده، په دې هېواد کې د ښځينه و لپاره شرايط مناسب دي خو بيا هم لکه د اروپايي ټولنې د هېوادونو شرايط ددې هېواد په ټولو برخو کې نه دي موجود.

په دې هکله ترسره شوې څېړنې ښيي چې د ښځينه و او نارينه و لپاره د يو ډول فرصتونو په شتون کې ترټولو لومړی ناروې ده، د ناروې څخه وروسته بيا ډنمارک او سويس ځاي لري.

څومره چې په هېوادونو کې د ښځينه او نارينه و لپاره فرصتونه يو شان شوي په همغومره کچه ښځينه د ژوند په ټولو برخو کې لوړو برياوو ته رسېدلې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More