د ١٣٩٩ کال پراختيايي پروژو ته بیا کتنه کیږي
خبریال وېب پاڼه/ د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي په ۱۳۹۹ه ش کال کې ۱۷ نوې پروژې لري، چې لګښت یې ۲.۵ ملیارده افغانۍ کیږي خو اوس د کرونا ویروس له امله بندې دي.
مسجدي وایي، هڅه کوو چې دې پروژو ته د ځانګړو شویو پيسو يوه برخه له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړو.
ټاکل شوې چې د ١٣٩٩ه ش کال د پراختيایي پروژو په اړه بيا کتنه وشي.
ماليې وزارت ويلي چې په دې برخه کې يې څېړنه پيل کړي او هڅه کوي چې دې پروژو ته د ځانګړو شویو پيسو يوه برخه له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړي.
اوس مهال د ګڼ شمېر پروژو د جوړولو چارې د ښارونو د قرنطين کېدلو له امله بندې شوي دي.
په ١٣٩٩ه ش کال کې به په افغانستان کې لږې پراختیایي پروژې پلي شي.
ودانیزې پروژې، د واټونو قیر کول او دې ته ورته نورو پراختیایي پروژو ته د نوي مالي کال بودجې په سند کې ١٣٩ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي دي چې د دغه پروژو زیاته برخه یې د ١٣٩٨ه ش کال څخه نیمګړي پاتې دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، اوس مو پرېکړه نیولې ده چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې له امله، نیمګړي او نوې پراختیایي پروژې بیا ځلې وکتل شي او د دغه پروژو د کار زیاته برخه ودروي.
سږکال د نویو پراختیایي پروژو شمېر لږ دی.
د مالیې وزارت شمېرې ښیې چې یوازې د نویو پراختیایي پروژو لپاره دوه نیم میلیارده افغانۍ ځانګړي شوي دي.
د اوبو او انرژۍ او د کرنې وزارتونه سږکال د پراختیایي پروژو زیاته برخه په واک کې لري.
خو د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې د کرونا ویروس د پروژو پر عملي کېدو باندې منفي اغیز پرېښی.
له دې وړاندې د اقتصاد وزارت اعلان کړی دی چې د کووېډ نولس ناروغي به د هیواد ناخالص تولیدات کم کړي.
د مالیې وزارت تازه شمېرو له مخې د ښارونو قرنطین کېدو او د پولو تړل کېدو د هیواد عواید څه باندې پنځلس سلنه کم کړي دي.
له دې مخکې بیا د کرونا ویروس د افغانستان عواید چې وړاندې موخه ټاکل شوې وه پنځلس سلنه کموالی سره مخ کړي دي.
د مالیې وزارت د کرونا له امله د پولو تړل د شرکتونو قرنطین کېدل بیا د دې کموالي له دوو عواملو څخه بولي چې په عوایدو باندې سیوری غوړولی دی، ټينګار کوي چې په ناوړه وضعیت کې به د افغانستان بودیجه د مالي کال تر وروستیو پورې څلور اویا میلیارده افغانۍ کسر سره مخ شي.
د مالیې وزارت سرپرست وزیر له سیاسیونو څخه غواړي چې شخصي کټي یو لوري ته کړي د ملي کټو له پاره په فکر کې شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.