The news is by your side.

له دې ۵ ډوله مېرمنو سره واده کول ژوند تیاره کوي

خبريال وېبپاڼه؛ په نړۍ کې هغه انسانان بريالي دي چې د واقعيت نړۍ د خیال تر نړۍ ژر پېژني او په دې نړۍ کې ژر قدم ږدي، د واده په هکله هم همدا ډله خلک کوم چې د واقعيتونو په بنسټ پرېکړه کوي نه د خيال او خپلو غيرې واقعي هيلو په بنسټ، په دې ليکنه کې د مېرمنو هغه ډولونه معرفي کوو چې پوهان ورسره واده مناسب نه بولي.

لومړی، هغه مېرمنې چې په هرشي کې ترټولو ښه شی غواړي د ژوند تېرولو لپاره مناسبې نه دي، دا ډول مېرمنې په عموم کې که جامې اخلي که بل کوم څه اخلي که کوم ځاي ته ځي نو په ټولو کې ترټولو لوړ انتخابوي، ددې ډول مېرمنو سره يو عمر په ښه او بده کې ژوند په خوشحالۍ ژوند تېرول ګران دي.

دوهم، يو ډول مېرمنې دي چې په هرڅه کې فکر لري، ستاسې په هره پرېکړه کې مداخله کوی، په تاسې باندې پوره کنترول غواړي، دا ډول مېرمنې د یو وخت وروسته تاسې دومره ستړي کوي چې صرف ددې لپاره چې خاموش شي هره خبره يې منی، ددوی سره واده کول هم د هوښيار سړي اخري انتخاب دی.

دريم، ځينې مېرمنې دي چې هېڅ ډول ډوډئ او خواړه نه خوښوي، له دوی څخه هم لرې اوسېدل ښه دي ځکه د يوې خوا که تاسې وږي شئ نو دوی مو نه درک کوي، د بلې خوا بيا يو وخت وروسته تاسې هم په يوازې ځان د ډوډئ خوړلو څخه ستري کېږی او زړه مو کېږي چې په ګډه یو څه وخورئ.

څلورم، يو ډول مېرمنې دي چې په ښکاره يو ډول ښکاري په پټه بل ډول، مثال هېڅ خوشحاله نه وي خو داسې ښکاره کوي چې ډېرې خوشحاله دي، په دوی کې سل فساده شتون لري، دا یې ترټولو خطرناکې دي، تاسې به داسې ښکاره کوي چې ډېر زيات باور درباندې لري خو د شا نه به مو دقیق څاري، دوی مو یوه ورځ دداسې پېښې مخ کولی شي چې عقل به مو کار نکوي.

پينځم، او پينځم هم دا چې تاسې په حقيقت کې په خپل واقعي ډول نه مننوکې مېرمنې هم د واده لپاره ټاکل ښه نه دي، داسې مېرمنې چې هڅه کوي تاسې بدل کړي ستاسې څخه د خپلې خوښې يو بل کس جوړ کړي هېڅکله د ګډ ژوند خوشحالي نشي تضمين کولی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.