The news is by your side.

هغه پروټين چې د يخ په وړاندې د بدن مقاومت ټاکي

خبريال ویبپاڼه؛ ځینې کسان به مو ليدلي وي چې ډېر ژر یې ساړه کېږي خو ددوی برعکس بیا داسې کسان هم شته دي چې د سړو په وړاندې زيات مقاومت لري او په اسانۍ یې ساړه نه کېږي.

په دې هکله یوه ډله ساينس پوهان ادعا کوي چې بلاخره دوی په دې باندې قادر شوي دي چې ددې سبب پيدا کړي چې ولې ځينې کسان د يخ نه وړاندې زيات مقاومت لري.

ساینس پوهان وايي چې د يخ په وړاندې د ځينو کسانو د زیات مقاومت سبب د هغوي په بدن کې د یو ډول پروتين کم والی دی، اتيا زره کاله وړاندې د انسانانو لومړی نسل د افريقا څخه نورو سيمو ته د سفر په مهال له ګڼو ستونزو په ځانګړي د سختو اقليمي شرايطو او حالاتو سره مخ شو.

په داسې حال کې چې په دې پروسه کې ددوی مېټابوليزم د بېلابېلو حالاتو سره مطابقت پيدا کړ یانې ورسره عادت شو خو د يخنی په مقابل کې يا د يخنی سره د عادت کېدو ځانګړنې په ټولو انسانانو کې يو ډول وده ونکړه.

د امریکن جورنال اف هيومن جنیټیکس له لوري په خپره شوې يوه څېړنه کې ادعا کېږي چې د عضلاتو په فايبرو کې د الفا درۍ اکټين د پروټين نه لرونکي کسان د يخنۍ په وړاندې زيات مقاومت لري.

ددې ترڅنګ د ليتوانيا د سپورټ د پوهنتون يوه څېړنه هم ښيي چې هغه پينځه کسان چې دوی ورباندې څېړنه کوله د يوه بدن يې ياد شوی پروټين نه درلود چې په دې پينځو کسانو کې هم ده د يخنۍ په وړاندې ترټولو زيات مقاومت درلود.

د الفا اکټين درۍ پروټين تقریبا په ټوله نړۍ کې يو نيم ميليارد انسانان نلري چې کېدی شي همدا خلک د يخنۍ په وړاندې ښه مقاومت ولري، ساينس پوهان وايي چې کېدی شي په ځينو کسانو د موټېشن پروسه ددې پروټين د لرې کیدو سبب شوې وي.

ساینس پوهان وايي چې هغه فايبرونه چې د عضلاتو فعالیت یې په غاړه دی په دوه ډوله دي، یو ډول یې په چټکۍ د عضلاتو د حرکت سبب کېږي او يو ډول بيا په ارامۍ، د ساینس پوهانو په خبره چې په چټکۍ سره د عضلاتو حرکت ورکونکي پروټين الفا اکټين درۍ دي کوم چې د زياتې انرژۍ د مصرف سبب کېږي کوم کسان چې بيا دا پروټين نلري نو د يخنۍ په وړاندې یې د بدن داخلي تودوخه زيات مقاومت کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.